جان کېري: د سوريې حکومت دې د سولې خبرې نه ګډوډوي

د انځور حقوق Reuters

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري د سوريې چارواکو ته ويلي چې په دغه هېواد کې دې "سياسي بدلون ومني او د سولې راوستو په لار کې د خنډونو جوړولو هڅې دې نه کوي".

نوموړي دغه خبرې د لوېديځو هېوادونو د بهرنيو چارو له وزيرانو سره تر کتنې وروسته کړې دي.

د يکشنبې په ورځ د سوريې د بهرنيو چارور وزير وليد المعلم ويلي وو، چې د سوريې حکومتي پلاوی به هغه مهال په جينوا کې د سولې په تړاو خبرو کې برخه واخلي چې په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنو پر سر خبرې ونشي.

د دغه څرګندونو پر وړاندې د امریکا د بهرنيو چارو وزير ويلي وو، ټولې غاړې بايد د دغو ريښتينو خبرو ملاتړ وکړي چې مقصد يې د ۲۰۱۲ کال د جينوا او ملګرو ملتونو د قرارداد پر بنسټ په سوريه کې سياسي بدلون دی.

د جرمنې، فرانسې او بريتانیا د بهرنيو چارو له وزيرانو سره تر لېدنې وروسته جان کېري ويلي وو "چې د اوربند برخه وال بايد د خپلو ژمنو ملاتړ وکړي".

د امریکا د بهرنيو چارو وزير وايي د ټولو اټکلونو او وړاندوينو برعکس دغه اوربند د دوو اوونيو لپاره د جګړې په دورولو کې کامياب ثابت شوی دی.

د انځور حقوق Reuters

د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازی سټېفن ډي ميستورا غواړي چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي خو د سوريې حکومت يې دغه نظر ردوي.

د سوريې د بهرنيو چارو وزير وليد المعلم وايي د سوريې د ولسمشر ټاکلو پرېکړه يوازې د سوريې وکړي کولی شي، له دوی سربېره سټېفن ډي ميستورا يا نور څوک دا حق نه لري چې د ولسمشر د ټاکلو په اړه خبرې وکړې دا يوازې د سوري وګړو کار دی.

له ۲۰۱۱ کال راهيسې په سوريه کې د روانې جګړې له امله تر اوسه له ۵۰۰ زرو زيات کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۱ ميليونه نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ ايستل شوي دي.

ورته مطالب