ټايوان کې د چايو شرکتونه له نويو لارو کار اخلي

د انځور حقوق Getty

چای، یو مهال د ټایوانیانو په ژوند کې یو ګران شی او مهم څښاک و. د ټایوان د چای کروندو نړیوال شهرت درلود، خو اوس په دغه وچه کې د چای د کروندو سور کوچنی شوی. نوی نسل د چای له خوند او طعم سره کومه ځانګړې مینه نه لري.

ټایوانیان چای په یوه ځانګړي مينه تياروي او له خپلو کوچنیو پیالو یې په خوند څښي. خو نوی نسل یې دا ډول چای چښل د زړو او پخوانیو خلکو عادت بولي.

په بدل کې یې د یوه ډول سوړ چښاک بازار چې د چایو بوی او خوند لري ډېر تود دی. په اصل کې د چای د صنعت له دریو دوه برخې ګټه، له همدغه د چاي خوند لرونکي چښاکه راځي.

د دغه چښاک په جوړښت کې ډېر لږ چای کارول شوی او ډېری مهال بوره ورسره ګډېږي.

د چای بازار مات شوی او د ټایوان یوازې ۱۳ په سلو کې عاید جوړوي.

خو د چای مینه وال اندېښنه لري او لاس په کار شوي چې له چای سره د خلکو مینه بېرته ډېره کړي.

د ټایوان د ټایپي ښار یوې ځنډې کې د "له سالان" چایخانه یوازې چای ته ځانګړې شوې. دلته قهوه او نور چښاکونه نشته او یوازې چای او له خونده يې جوړ تولیدات پیدا کېږي.

د دغې چایخونې څښتن ډېوېډ هوانګ وايي، دغه ځای یې چای چښلو ته د نوي نسل د هڅولو لپاره جوړ کړی دی. دلته مشتریان کولی شي د ټایواني چای د پاڼو کڅوڼې رانیسي او په عین حال کې په داسې یوه چاپېریال کې چې د وطني چای له رنګ او بویه ډک دی، یو غوړپ چای وچښي.

د انځور حقوق Getty

هوانګ وايي "ټایوان کې نوی نسل فکر کوي چاي چښل زوړ دود دی. زه غواړم چای چښل یو ځل بیا دود کړم او د ټایوان چای نړۍ ته یو ځل بیا وروپېژنم".

د چای تولیدوونکي هم اوس لاس په کار شوي چې له بېلابېلو لارو د ټایوانیانو تر خولو د دغه هېواد د چای خوند ورسوي.

جانجز، چې د ټایواني چای یو سوداګر دی وايي، د دې لپاره چې چای ته د خلکو پام ور واړوي، د چای تړلو او وړاندې کولو کې له خورا زړه ښکونکو نوښتونو کار اخلي. د چای دغه صنعت کار ان د شنه چای ایسکریم تولیدوي چې په شنه بخني رنګ او ځانګړي خوند یې نوم ګټلی دی.

نوموړی وايي "د ځانګړو تولیداتو خرڅلاو چې د چای خوند لري زما د ګټې پنځوس په سلو کې جوړوي. خو له دغه سره هم زما ډېر پام د ټایوان د وچ چای خرڅلاو ته دی. چای یو ګټور او د چینایانو دودیز شی دی، نو زه غواړم دغه دود د نن او د سبا نسلونو ته وساتم".

ټایوان د خپلو طبیعي جذابیتونو له کبله هر کال د ګڼو سیلانیانو کوربه دی. ټایوانیانو اوس د چای کروندې د خپل هېواد د زړه راښکونکو ښایستونو په توګه نورو ته وړاندې کوي. چې هم دغه صنعت غښتلی کړي او هم په لېرې پرتو هېوادونو کې د خلکو پیالو کې د خپل وطن خوند او بوی وڅڅوي.