په "۱۱ ورځو" کې د سينې سرطان ناروغۍ درملنه

د انځور حقوق SPL

بريتانوي ډاکتران وايي د دوو ځانګړو درملو د کارولو نتيجه کې يې په ۱۱ وروځو کې د سينې سرطان درملنه کړې ده.

د سينې سرطان په اړه اروپايي کنفرانس پر مهال ډاکترانو د دغې درملنې په اړه بشړ معلومات ورکړي دي، چې کېدای شي وروسته له دې به په ځينو مېرمنو کې د سرطان ناروغۍ د درمنلې لپاره د کيمو تراپۍ اړتيا نه وي.

دغه درمل په کامياب ډول په ۲۵۷ ښځو ازمويل شوي دي. د کارپوهانو په وينا دغه نوې موندنې د سينې سرطان په درملنه کې يو "لوی ګام" دی.

د سرطان د پېژندلو لپاره ډاکترانو د تجربې لپاره دغه درمل ورکول خو کله چې يې ناروغان عملياتول نو سرطان له منځه تللی و.

لندن کې د سرطاني ناروغيو د څېړنې انسټيوټ يوه کارپوه جوډهت بليس بي بي سي ته ويلي "دغه يوه لنډمهاله تجربه وه خو پايلې يې زموږ لپاره حيرانونکې دي".

نوموړی زياتوي چې په "ځينو ناروغانو دغو درملو پوره اغېز کړی او په دومره کم وخت کې دا ډول لاسته راوړنې د ټولو لپاره په زړه پورې دي".

د ډاکترانو په وينا د دغو تجربو لپاره د "ليپاټينب" او "ټرسټوزماب" درمل چې په "هرسېپټين" مشهور دي کارول شوي دي.

دغه دواړه درمل په ښځو کې د سينې سرطان هغه حجرې په نښه کوي چې د دغې ناروغۍ په خپرېدو کې مرسته کوي.

بريتانيا کې د سرطان د څېړنو پروفيسر ارني پروشوتهم په وينا "دغه لاسته راوړنې کولای شي په اوږد مهال کې د سينې د سرطان په درملنه کې وکارول شي".

ورته مطالب