عربي ټولنې د لبنان حزب الله ترهګره ډله اعلان کړه

Image caption د عربي ټولنې ۲۲ غړو هېوادونو جمع د خلیجي هېوادونو د همکارۍ شورا شپږ غړي د دې هوکړې ملاتړي دي.

د عربي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د جمعې په ورځ د لبنان حزب الله ډله ترهګر سازمان اعلان کړی دی. له لبنان او عراق پرته نورو ټولو غړو د پرېکړې په ملاتړ رایې ورکړې.

څو ورځې وړاندې، د خلیجي هېوادونو د همکارۍ شورا غړو هېوادونو هم حزب الله یوه ترهګره ډله ګڼلې وه.

د عربي ټولنې د جمعې ورځې له غونډې د سعودي استازی له یولړ لانجمنو خبرو وروسته ووت. سعودي ځکه نیوکه کوله، چې ولې د عراق استازی حاضر نه دی چې د لبنان حزب الله ډله ترهګره نه بولي.

+ د لبنان حزب الله ډلې لنډ تاریخ+ د خلیج همکارۍ شورا د لبنان حزب الله ترهګره ډله بللې

حزب الله په لبنان کې یوه پیاوړې پوځي ډله ګڼل کېږي، چې آن د سوریې په شخړه کې هم ښکېله ده.

حزب الله د سوري ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي.

خبریالان وايي، د عربي ټولنې دا ګام به پر حزب الله د فشار راوړلو لپاره د سعودي عربستان په مشرۍ د خلیجي هېوادونو د همکارۍ د شورا د مخکینۍ پرېکړې پیاوړي کولو په معنا وي.

د عربي ټولنې ۲۲ غړو هېوادونه جمع د خلیجي هېوادونو د همکارۍ شورا شپږ غړي د دې هوکړې ملاتړي دي.

د حزب الله په تړاو د سعودي عربستان او ایران ترمنځ اړیکي د ترینګلتیا کچې ته رسېدلي.

سعودي عربستان او ملګري یې وايي، ایران د سیمې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او هلته توکمیزو شخړو ته لمن وهي.

سعودي عربستان پر ایران تور پورې کوي، چې حزب الله ته وسلې او پیسې ورکوي.

'ملاحظات'

د حزب الله په تړاو، د عربي ټولنې د بهرنیو چارو د ۲۲ وزیرانو د غونډې پرېکړه د مصر قاهره کې اعلان شوه.

لبنان او عراق د دې پرېکړې ملاتړ ونه کړ، او د هوکړې په اړه یې 'ملاحظات' لرل.

Image caption سعودي عربستان پر ایران تور پورې کوي، چې حزب الله ته وسلې او پیسې ورکوي.

د عراق د بهرنیو چارو وزیر ابراهیم جعفري په ناسته کې د عراق د شیعه نیمه پوځي ځواکونو چې (ولسي پاڅون) نومول شوي، او د لبنان د حزب الله ډلې دفاع وکړه.

ښاغلي جعفري وویل: ''د ولسي پاڅون ځواکونو او حزب الله د عربانو عزت ساتلی او څوک چې هغوی ترهګر بولي پخپله ترهګر دي''.

ورته مطالب