امریکا: د ایران توغندیو ازمویل امنیت شورا کې مطرح کوو

د انځور حقوق Ministerio de Defensa de Iran
Image caption د ایران سپاه پاسداران څو ورځې وړاندې د یوه پوځي مانور پرمهال د ۲۰۰۰ کیلومتره واټن ویشتونکي بالستیک توغندیو د ازمویلو خبر ورکړ.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالتونو دایمي استازي سامانتا پاور وایي، د ایران وروستي توغندیزې ازموینې به د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته وړاندې کړي.

مېرمن پاور د جمعې په ورځ (مارچ ۱۱مه) وویل: "موږ به دا خطرناک ازمایښت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې مطرح کړو چې زموږ په غوښتنه د دوشنبې په ورځ ترسره کېږي او ددې شورا له غړو سره به پرې مشوره وکړو. دا ازمایښت غواړي چې د ایران د توغندیز پروګرام د کنټرول او بندولو لپاره موږ باید له خپلو متحدینو سره ګام واخلو."

"پردې سربېره، د ایران پوځي چارواکو په کراتو ټینګار کړی چې دا توغندي د اسرایيلو په نښه کولو لپاره جوړ شوي دي. موږ د ملګرو ملتونو د یو بل غړي پروړاندې چې زموږ یو له نژدې ملګرو دی، دا ډول څرګند ګواښ غندو."

مېرمن پاور همداراز د ایران د توغندیو وروستۍ ازموینې "پاروونکې او بې ثباتوونکې" بللې دي.

د ایران سپاه پاسداران څو ورځې وړاندې د یوه پوځي مانور پرمهال د بالستیکي توغندیو د ازمویلو خبر ورکړ.

د ایران سپاه پاسداران ددغو توغندیزو ازمایښتونو په وروستي پړاو کې چې دوه ورځې وړاندې ترسره شول، له وړاندې ټاکل شوي هدف پرلور، دوه توغندي وتوغول.

د سپاه په وینا، دا ۲۰۰۰ کیلومتره واټن ویشتونکي توغندي د اسراییلو له ګواښونو سره د مقابلې لپاره طراحي شوي دي او په ۱۴۰۰ کیلومترۍ کې یې هدفونه په نښه کړي دي.

ددغو ازمایښتونو په غبرګون کې امریکا، فرانسې او څو نورو هېوادونو ویلي، د څېړنو د تایید په صورت کې د ایران دا ګام کېدای شي د امنیت شورا ۲۲۳۱ پرېکړه لیک نقض وبلل شي.

د امریکا او فرانسې د نیوکې په غبرګون کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د چهارشنبې په ورځ ویلي و، دا ازمایښتونه د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک او له شپږو قدرتونو سره د ایران د اتومي هوکړې خلاف نه دي.

د امنیت شورا د دوشنبې ورځې ناسته د بندو دروازو تر شا جوړېږي او ددې شورا ۱۵ غړي د ایران موضوع ترڅنګ په جلا ډول د سوریې د کړکېچ په اړه هم خبرې کوي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون هم وړمه ورځ (پنجشبه) د توغندیزو ازموینو په غبرګون کې له ایرانه غوښتي و، "په فکر او زغم سره عمل وکړي او سیمه کې له کړکېچونو زیاتولو" ډډه وکړي.

ورته مطالب