څېړونکي د پیشوګانو د غږ د مفهوم پیدا کولو هڅه کوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption مېرمن شاتز وايي تمه لري د پیشوګانو د لا ښه درک کولو له لارې، د هغو خلکو په ژوند کې ښه بدلون راولي چې پیشيانې لري او له بلې خوا د حیواناتو له ډاکټرانو سره مرسته وکړي.

د سویډن په یوه پوهنتون کې یو شمېر څېړونکي وايي هڅه کوي د پیشوګانو د غږونو مفهوم پیدا کړي. د «لنډ پوهنتون» څېړونکي وايي دوی به تر ۲۰۲۱ زېږدیز کاله وکړی شي ووايي پیشوګان، څه غواړي موږ ته ووايي.

د لنډ پوهنتون د فونیټکس متخصصین وايي دا چې پیشی انسانانو سره ډېر نژدې پاتې شوی حیوان دی نو اړینه ده چې پوه شو د غږ اېستو پر مهال موږ ته څه وايي.

د یاد پوهنتون د فونیتکس یا غږپېژندنې مرستیال پروفیسوره سوزان شاتز وايي نوي په سلو کې، پیشوګانې چې کله میو میو کوي اصلاً له موږ غواړي ډېر پام ور واړوي.

مېرمن شاتز وايي پیشوګانې هم ځان ځان ته لهجې لري او دا په دې پورې اړه لري چې له کوم نسله ده، چېرې ژوند کوي او د پیشي په شاوخوا کې په کومه ژبه او لهجه خبرې کېږي.

د انځور حقوق Thinkstock

مېرمن شاتز وايي تمه لري د پیشوګانو د لا ښه درک کولو له لارې، د هغو خلکو په ژوند کې ښه بدلون راولي چې پیشيانې لري او له بلې خوا د حیواناتو له ډاکټرانو سره مرسته وکړي.

د انځور حقوق Thinkstock

ورته مطالب