یمن کې د اماراتو جنګي الوتکه ورکه شوې

د انځور حقوق USAF

د عربي متحده اماراتو وسله وال ځواکونه وايي، په یمن کې یې د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف په چوکاټ کې د جګړې پرمهال یوه جنګي جیټ الوتکه ورکه شوې ده.

دا لومړی ځل دی، چې اماراتو هلته د اماراتو یوه جنګي الوتکه ورکېږي.

اماراتو د تېر کال مارچ میاشت کې یمن کې د شیعه حوثي یاغیانو پرضد هوايي بریدونه پیل کړل.

په تېر دسمبر میاشت کې د بحرین یوه جنګي ایف ۱۶ الوتکه ولوېده، چې ظاهراً یې د لوېدو لامل ''تخنیکي'' ستونزه بلل شوې وه.

پیلوټ ژغورل شوی و، خو الوتکه ویجاړه شوه.

د مراکش یوه جنګي الوتکه هم په یمن کې د تېر کال مې میاشت کې ولوېده.

د الوتکې پیلوټ مړ وموندل شو.

حوثي یاغیان ادعا کوي چې د مراکش الوتکه دوی غورځولې ده، خو ایتلاف وايي الوتکه د تخنیکي ستونزې له کبله لوېدلې.

سعودي عربستان او امارات په یمن کې د ایتلاف له هغو هېوادونو دي، چې تر ډېره یې د جګړې بار پر اوږو دی.

ورته مطالب