ترکي الفيصل: سعودي له ايران سره خبرو ته تيار دی

د انځور حقوق AP
Image caption ۷۱ کلن شاهزاده ترکي الفيصل د سعودي د پخواني پاچا ملک فيصل زوی دی

د سعودي د شاهي کورنۍ يوه اغېزمن غړي شهزاده ترکي الفيصل ويلي که چېرې ايران له سوريې څخه خپل پوځونو وباسي، سعودي تيار دی چې له ايران سره مخامخ خبرې وکړي.

د شاهي کورنۍ دې غړي له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي، "ايران او سعودي په سيمه کې ګډې ګټې لري خو د ده په وينا ايران بايد لومړی د سيمې له ناامنۍ لاس واخلي".

نوموړي ويلي، "سعودي نه غواړي له ايران او وګړو سره یې خرابې اړیکي" ولري، خو ايران بايد وښيي چې په سيمه کې يې موخې څه دي. په سيمه کې بايد "ناامني" رامنځ ته نشي.

ښاغلي فيصل په يمن کې د سعودي د علمياتو په تړاو وويل "تر هغه چې ايران له حوثي ياغيانو ملاتړ کوي سعودي به هم خپلو عملياتو ته دوام ورکوي".

همدا ډول نوموړي د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين له هغې پرېکړې چې له سوريې خپل پوځونه وباسي هرکلی وکړ او ويې ويل که چېرې ټول بهرني ځواکونه له سوريې ووځي د سولې پروسه به په دغه هېواد کې ګړندۍ شي.

۷۱ کلن شاهزاده ترکي الفيصل د سعودي د پخواني پاچا ملک فيصل زوی دی چې څو کلونه د عربستان د استخباراتو مشر و.

نوموړی د سعودي د شاهي کورنۍ يو له بانفوذ کسانو ګڼل کېږي چې په نړيواله کچه هم يوه پېژندل شوې څېره ده.

ورته مطالب