د امریکا متحدو ایالتونو پر شمالي کوریا نوي بندیزونه لګولي

د انځور حقوق Reuters
Image caption تېره جنورۍ کې شمالي کوریا اتومي تجربه وکړه او له هغه وروسته د روانې میاشتې لومړیو کې پرې ملګرو ملتونو سخت بندیزونه ولګول

د شمالي کوریا له لوري دا وروستیو کې د اتومي او توغندیو زموینو وروسته د امریکا متحدو ایالتونو پر دغه هېواد نوي بندیزونه لګولي دي.

دغه بندیزونه د ولسمشر بارک اوباما د یوه ځانګړې امر له لارې لګول شوي دي.

د امر له مخې امریکا کې د شمالي کوریا شتمنۍ کنګل شوې، دغه راز امریکايي تولیدات هم شمالي کوریا ته نه شي صادریدای.

د امر له مخې امریکایان په شمالي کوریا کې پانګونه هم نه شي کولای.

امر کې ویل شوي، چې د امریکا حکومت کولای شي د هغو امریکایانو او بهرنیانو نومونه په تور لیست کې شامل کړي، چې د شمالي کوریا له اقتصاد سره کار کوي.

امریکا دغه بندیزونه د جنورۍ په شپږمه د شمالي کوریا له لوري د هایدروجن بم او د فبرورۍ په اوومه د اوږده واټن هدف ویشتونکي توغندي له ازموینو وروسته لګولي.

پر امر له لاسلیک وروسته د امریکا ولسمشر وویل 'هدف یې د شمالي کوریا ولس نه دی ' د چهارشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ ویاند جورج ارنسټ وویل، امریکا او نړیواله ټولنه د شمالي کوریا غیر قانوني اتومي فعالیتونه نه شي زغملای.

د انځور حقوق Getty
Image caption دغه بندیزونه د ولسمشر بارک اوباما د یوه ځانګړې امر له لارې لګول شوي دي

د نوموړي په وینا: 'دغه بندیزونه له هغه اوږد مهاله هوډ سره سم دي، چې د شمالي کوریا حکومت تر فشار لاندې وساتل شي. امریکا او نړیواله ټولنه به د شمالي کوریا غیر قانوني اتومي او بالسټک فعالیتونه و نه زغمي او موږ به تر هغه مهاله، چې شمالي کوریا نړیوال اصول نه وي منلي، دغه هېواد د دغه ډول فعالیتونو بیې پرې کولو ته اړ کړو.'

تېره جنورۍ کې شمالي کوریا اتومي تجربه وکړه او له هغه وروسته د روانې میاشتې لومړیو کې پرې ملګرو ملتونو سخت بندیزونه ولګول.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایو په اکثریت د بندیزونو اړوند قرارداد تصویب کړ، چې پکې پر دغه هېواد پراخو بندیزونو لګولو وړاندیز شوی و.

له دې مخکې د فبرورۍ په ۱۹ پر شمالي کوریا د نویو بندیزونو لګولو په تړاو د امریکا ولسمشر یو قرارداد لاسلیک کړ، چې پکې هغه کسان په نښه شوي وو، چې په پراخه کچه د وراني، ویجاړي رامنځته کونکو وسلو په سوداګرۍ کې ښکېل وي یا دغه لړ کې مرسته کوي.

دغه راز هغه کسان هم دغو بندیزونو کې راتلل، چې د شمالي کوریا توغندیو پروګرام کې ښکېل وي او یا د تورو پېسو سپینولو کې لاس ولري.