د کډوالو ستونزې هواري هوکړې لړ کې لا هم خنډونه شته

د انځور حقوق AFP
Image caption د کډوالو په هکله ممکنه پلان کې، ویل شوي، چې له ترکیې نه یونان ته تلونکي ټول کډوال به بېرته ستانه شي

د اروپايي اتحادیې غړو هېوادونو مشران د پنجشنبې په ورځ د کډوالو ستونزې هواري په موخه له ترکیې سره د وروستۍ هوکړې لپاره خبرې کوي.

د اروپايي شورا مشر دوناډ ټوسک مني، چې د ترکیې او اروپايي اتحادیې تر منځ د هوکړې رامنځته کېدو پر وړاندې لا هم داسې ستونزې شته، چې نه دې هوارې شوې.

تمه کېږي، چې د برسلز دغې غونډې کې به د جمعې په ورځ د ترکیې لومړی وزیر احمد داوود اوغلو هم ګډون وکړي. پروسږ کال له یو میلیون ډېر کډوال اروپا ته رسیدلي، چې پکې ډېری له ترکیې نه یونان ته تللي.

د کډوالو په هکله ممکنه پلان کې، ویل شوي، چې له ترکیې نه یونان ته تلونکي ټول کډوال به بېرته ستانه شي او د بېرته ستنېدونکي هر سوري کس بدل کې به له هغو سوري کډوالو نه، چې وار له مخه ترکیې کې مېشت وي، یوه کس ته اروپا کې د مېشت کېدو بیازمېنه برابره شي.

تېره اونۍ په هغه غونډه کې، چې د دغه پلان په اړه پکې خبرې وشوې، اروپايي مشرانو ویلي و، چې د دغه پلان عملي کولو بدل کې به د ترکيې خلکو ته له جون میاشتې وروسته اروپايي هېوادونو ته له ویزې پرته د ننوتو اجازه ورکړله شي.

Image caption اروپايي مشرانو ترکیې سره مالي مرستو کې هم د چټکیتا راوستلو ژمنه کړې وه

اروپايي مشرانو دغه راز مالي مرستو کې هم د چټکتیا راوستلو ژمنه کړې وه. دوی دغه راز ویلي و، چې ترکیې ته د اروپايي اتحادیې غړیتوب ورکولو لپاره به د خبرو لړۍ ژر پیل کړي.

خو دغه هوکړه کې داسې کوم تضمین نه دی شوی، چې د اروپايي اتحادیې غړیتوب ورکړې چارې به چټکې شي، بلکې ویل شوي چې په ممکنه لږ مودې کې به د دې لپاره یوه کمېټه رامنځته شي.

اروپايي اتحادیې غړو هېوادونو ته د ترکانو بې ویزې ننوتو لپاره ۷۲ شرطونه اېښودل شوي دي او د هغو له بشپړولو وروسته به دوی وکولای شي له ویزې پرته دغو هېوادونو ته سفر وکړي.

بل لور ته داسې کوم تضمین هم نه دی ورکړل شوی، چې په ترکیې کې د مېشتو سوري کډوالو مالي مرسته به دوه برابره کړل شي، بلکې ویل شوي دي، که د لومړنیو مرستو پایله مثبته وه، غور به پرې وشي.

دې سره یو شمېر نور مسایل هم شته، چې پرې اختلاف موجود دی. په دې اړه هم نیوکې کېږي، چې څنګه به هغه ټول کډوال بېرته ترکیې ته شړل کېږي، چې مقررات یې تر پښو لاندې کړي وي. د هسپانیا بهرنیو چارو وزیر له دغه پلان سره مخالفت کوي.

د انځور حقوق nc
Image caption ترکیې کې دا مهال ۲۲۷ زره کډوال موجود دي، چې د جګړې ښکار سوریې نه هلته تللي دي

نوموړی وايي دا به سمه نه وي، چې دغسې ټول کډوال بېرته ترکیې ته ستانه کړل شي.

ترکیې کې دا مهال ۲۲۷ زره کډوال موجود دي، چې د جګړې ښکار سوریې نه هلته تللي دي. اروپايي اتحادیه غواړي ترکیه هغه ټول کډوال بېرته وغواړي، چې د کډوالي درجه نه شي تر لاسه کولای او وايي ترکیه باید د خپلو سمندري لارو خوندیتوب ته نور پام وکړي.

دې سره د اروپايي کمېسیون مشر زان کلاډ جنکيئر وايي باوري دی، چې د کډوالو په اړه یوه هوکړه رامنځته کېدای شي.

بل لور ته تمه کېږي، چې د بریتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کامېرون به دغه غونډه کې له ژمي راهیسې له لیبیا نه د ګڼ شمېر رسیدونکو کډوالو په اړه خلکو ته خبرداری ورکړي.

تر اوسه له ترکیې نه یونان ته د تلونکو کډوالو او دغې لارې په اړه خبرې شوې، خو له لیبیا نه ایټالیا ته له سمندري لارې هم اروپا ته کډوال ورځي.