د سیناء کمین کې ۱۳ مصري پولیس وژل شوي

د سیناء په شمال کې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې امنیتي ځواکونو د وسله والو پرضد د "شهید حق" په نامه پوځي عملیات پیل کړي دي. د انځور حقوق Reuters
Image caption د سیناء په شمال کې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې امنیتي ځواکونو د وسله والو پرضد د "شهید حق" په نامه پوځي عملیات پیل کړي دي.

د مصر د کورنیو چارو وزارت وايي، العریش ښار کې پر مصري پولیسو برید شوی، چې لږترلږه ۱۳ پولیس پکې وژل شوي دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، په وژل شویو کې دوه افسران هم دي.

برید د هاوان په مټ شوی.

امنیتي ځواکونه په سیمه کې د وسله والو پلونه لټوي.

د برید پړه د "اسلامي دولت" (داعش) ډلې اړوندې "سینا" ولایت" په نامه یوې ډلې منلې ده.

د کورنیو چارو وزارت پر ټویټر پاڼې لیکلي، برید د موټر په مټ شوی، بیا پولیسو ته کمین نیول شوی او لس کسان هلته وژل شوي دي.

برید کوونکې ډلې ویلي، دا برید یې "د تلاشي په ځایونو کې د مسلمانو ښځو د تلاشي کولو او هغوی ته د سپکاوي په غبرګون کې کړی".

دغې ډلې د نورو بریدونو ګواښ هم کړی.

د "سیناء ولایت" ډله په سیناء ټاپو کې فعالیت لري، چې وړاندې یې هم په العریش، شیخ زوید او رفح ښارونو کې پر پوځ او پولیسو بریدونو کړي.

د سیناء په شمال کې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې امنیتي ځواکونو د وسله والو پرضد د "شهید حق" په نامه پوځي عملیات پیل کړي دي.

Image caption د "سیناء ولایت" ډله په سیناء ټاپو کې فعالیت لري،

ورته مطالب