د میانمار نوي پارلمان لومړنۍ مصوبه؛ د وزارتونو شمېر کمول

د انځور حقوق AFP

د میانمار (برما) نوي پارلمان په خپله لومړنۍ مصوبه کې د حکومت د وزیرانو شمېر له درېیو، دوه برخې راکم کړ. ۱۵ وزیرانو ته د کابینې د غړو راکمول، نږدې ۴ میلیونه ډالر سپموي.

د میانمار پارلمان چې قاطع اکثریت یې د آنګ سانګ سوچي په مشرۍ د "یموکراسۍ لپاره ملي یووالي ګوند" په لاس کې دی، دا طرحه وړاندې کړه.

پوځ پلويو چې د پارلمان له څلورو، یوه برخه په واک کې لري، هم د همدې طرحې ملاتړ وکړ.

له دې سره د میانمار ولسمشر تین چیاو ویلي، ددې قانون موخه دا نه ده چې دولتي کارکوونکي راکم کړي.

د انځور حقوق AFP

د میانمار پارلمان تېره اونۍ تین چیاو چې د آنګ سانګ سوچي له نږدیو ملګرو دی، د هېواد د نوي ولسمشر په توګه غوره کړ.

مېرمن سوچي د قانوني ممناعت له مخې ونشوای کولی ولسمشره شي، خو ویلي یې دي چې رسمي څوکۍ په واک کې نه اخلي، خو په عملي ډګر کې به له ولسمشر نه پورته وي.

دا چې د مېرمن سوچي اولادونه برېتانیایي تابعیت لري، نو اوسني اساسي قانون هغې ته د ولسمشرې کېدو اجازه ورنکړه.

ورته مطالب