د بروکسل هوايي ډګر د بریدونو اصلي مشکوک 'نیول شوی'

نجیم عشراوي (منځ کې او ښۍ خوا ته)
Image caption نجیم عشراوي (منځ کې او ښۍ خوا ته)

د بلجیم رسنیو د څارنوالۍ په حواله ویلي، د بروکسل په نړیوال هوايي ډګر کې د خونړیو بریدونو اصلي مشکوک نجیم عشراوي نیول شوی دی.

رپوټونه وايي، نوموړی د هوايي ډګر د کامرو په اخیستل شویو انځورونو کې لیدل شوی، چې په اندرلخت سیمه کې نیول شوی.

دوه نور بلجیمي تورن هم چې وروڼه دي، په برید کې تورن ګڼل شوي.

د بلجیم لویې څارنوالۍ ویلي، عشراوي د پاریس د بریدونو د اصلي مشکوک صلاح عبدالسلام اصلي همغاړی و.

ځینې ډي اېن اې آزموینو په ډاګه کړې ده، چې نجیم شعراوي په مستعار نامه ځان سفیان کیال معرفي کړی و.

لوی څارنوال وايي، عشراوي د ۱۹۹۱ کال د مې پر ۱۸مه زیږېدلی او د ۲۰۱۳ کال فبرورۍ کې یې سوریې ته سفر کړی.

دوه وروڼه

د انځور حقوق
Image caption له بریدونو وړاندې پر هوايي ډګر د برید کوونکو اخیستل شوی انځور

د بلجیم پولیس وايي، د بروکسل په هوايي ډګر کې دوه ځانمرګي خونړي بریدونه د دوو وروڼو له خوا شوي چې یو یې خالد او بل ابراهیم البکراوي نومېږي.

د بلجیم د پولیسو سرچینې وايي، د بروکسل په نړیوال هوايي ډګر دوه ځانمرګي بریدونه د دوو وروڼو په مټ شوي، چې یو یې خالد او بل ابراهیم البکراوي نومېږي.

آر ټي بي ایف خبري آژانس ویلي، دواړه کسان پولیسو ته معلوم وو او د درېیم کس چې په هوايي ډګر یې له دوی سره انځور اخیستل شوی، د موندلو هڅې روانې دي.

د تېرې سې شنبې په ورځ د بروکسل پر زوینتم نړیوال هوايي ډګر او د اورګاډو په تمځي (میترو) کې بریدونه وشول، چې لږترلږه ۳۴ کسان پکې ووژل شول او ۲۵۰ نور ټپیان شول.

بلجیم د دغو خونړیو بریدونو له کبله درې ورځې ملي ویر اعلان کړی.

''اسلامي دولت'' ډلې د بروکسل د بریدونو پړه منلې او د لانورو بریدونو ګواښ یې کړی دی.

ویل کېږي برید کوونکي وروڼه پولیسو ته معلوم وو او جرمي سابقه یې هم لرله.

یو ورور خالد البکراوي نوميږي، چې د بلجیم پلازمېنې بروکسل په یوه ځنګلي سیمه کې یې په مستعار نامه یو استوګنځی کرایه کړی و.

په یاده ځنګلي سیمه کې تېره اونۍ پولیسو یو وسله وال په ډزو وواژه.

بریدونه وروسته تر هغه وشول، چې تېره جمعه د پاریس د خونړیو بریدونو اصلي تورن صلاح عبدالسلام بلجیمي پولیسو ونیو.

ورته مطالب