کله چې د داعش جنګیالي د سیګریټ اجازه وغوښته

'اسلامي دولت' ډله تر خپلې ولکې لاندې وګړي په سیګریټو څکولو په درو وهي، خو احمد وايي، 'ده به پټ څکول'
Image caption 'اسلامي دولت' ډله تر خپلې ولکې لاندې وګړي په سیګریټو څکولو په درو وهي، خو احمد وايي، 'ده به پټ څکول'

احمد درویش، چې د ''اسلامي دولت'' ډلې مشهور قومندان دی او دا مهال د سوریې شمال ختیځ ''الرمیلان'' ښار د کردانو په ''اسایش'' پوځي مرکز کې بندي دی، وايي د کردي ولسي پاڅونوالو له خوا له نیول کېدو وړاندې د الشدادي ښار له جګړې ستړی شوی و.

ښکاره وه، چې نژدې درې اونۍ وړاندې دغه نیول شوی ځوان ډېرې خبرې نه کولې، د هغه د زندان ساتونکو راته وویل، دا چې درویش په روسي ژبه ښه پوهېږي، سړي ته د روسیې ښکاري، خو له خبرو کولو وروسته په اسانۍ سره پېژندل کېږي چې د سوریې دی.

احمد د حمص ښار 'الخالدیه' کلي کې زیږېدلی، له خپل مور او پلار سره سعودي ته تللی، هلته لوی شوی او درس یې ویلی، بیا اوکراین ته د لوړو زده کړو لپاره تللی او هلته یې روسي ژبه هم زده کړې ده.

دی وايي، په سعودي کې پر سلفي مفکورې روزل شوی، چې همدا یې له ''اسلامي دولت'' ډلې سره د یوځای کېدو اصلي لامل ګرځېدلی دی.

د بشارالاسد پرضد د سوري پاڅون له پیلېدو وروسته، احمد د ۲۰۱۲ کال په لومړیو کې ''د سوریې له آزاد پوځ'' سره یوځای شو، خو په الخالدیه کلي کې له سلګونو جنګیالیو سره نژدې دوه کاله کلابند پاتې شو. له ښاره له خپلو ملګرو سره رستن ښار ته ووت، او بیا ترکیې ته ولاړ.

له ''اسلامي دولت'' ډلې سره یوځای کېدل

Image caption فرانس کیلاني له احمد درویش سره د مرکې پرمهال

احمد وايي، ترکیې ته له رسېدو وروسته د ''اسلامي دولت'' ډلې له یوه غړي سره یې – چې دده خپلوان هم و – راشه درشه ډېره شوه، هغه بلنه ورکړه چې له دې ډلې سره یوځای شي، دغه شاوخوا دېرش کلن ځوان بیا سوریې ته مخه کړه او 'د حلب شمال ''الباب'' سیمه کې یې د ''اسلامي دولت'' ډلې یوې ډلې ته ځان وسپاره چې نور به له دوی سره اوږه- په اوږه جنګېږي.

احمد ډېر ژر جګړه ییز تکتیکونه زده کړل او د ''اسلامي دولت'' د ''جیش الخلافة'' په چوکاټ یو مهم جنګیالی شو، او ډېر ژر ددغې ډلې د برید کوونکو او ځانګړو ځواکونو غړی شو، چې دغې ډلې ته د ګوتو په شمار تکړه جنګیالي ورتللی شوای. دا ډله ''صوارم'' نومېده.

لومړۍ جګړه یې د حمص په ختيځ ''الشاعر'' سیمه کې پیل کړه، چېرته چې د ګازو ډېر کاروبار دی، تېر کال ''اسلامي دولت'' دغه سیمه ونیوه.

احمد دا نه مني چې ګني د دغې ډلې د ''حلالوونکو کسانو'' په رسنیزه ډله کې یې کار کړی، خو دده په ټکو د ''نُصیري پوځ'' ګڼ غړي یې د جګړې پرمهال وژلي دي. له ''نصیري پوځ'' نه دده نغوته (اشاره) د سوري نظام پوځيان او افسران او د ''علوي'' ډلې بچیان دي.

کله مې چې ترې وپوښتل، شاید دغه پوځيان به په زور عسکرۍ ته اړایستل شوي وو، او شاید سنیان به وو، ده راته وویل چې هېڅ پروا نه کوي.

بې زړه سویه وژل

د انځور حقوق AFP
Image caption احمد وايي، الشدادي کې د ''اسلامي دولت'' ډلې مهم پوځي قومندانان وو، خو ابو عمر الشیشاني – چې ددغې ډلې ''د جګړې وزیر'' ګڼل کېږي – هلته نه و.

نوموړي په آرامه لهجه خپل دا دلیل راته وړاندې کاوه چې دوی د ''کافر نظام'' پوځيان دي او له زړه سوي پرته وژل یې روا دي.

دی د ''اسلامي دولت'' د جنګیالیو له خوا ځانمرګي بریدونه ''استشهادي'' بریدونه بولي، خو په دغو بریدونو کې د ''دین د پرمختګ'' او د ''خدای د شریعت د پلي کېدو لپاره'' د ولسي وګړو وژل کېدل هم روا ګڼي.

څو میاشتې وروسته، احمد د تدمر په خونړۍ جګړه کې سخت ټپي شو، چې ددرملنې لپاره د عراق ''تلعفر'' ته ولېږدول شو.

له درملنې وروسته، د سیمې د امیر - چې دوی ابو مریم الترکماني یا صحرايي ورته وایه – په امر سنجار ته ولېږدول شو او د سنجار د پوځي امیر مرستیال وټاکل شو، هلته یې له ''اسلامي دولت'' سره له یوې یوځای شوې روسۍ ښځې سره واده وکړ.

احمد دا ردوي چې ګني د سنجار له نیول کېدو وروسته د ''اسلامي دولت'' جنګیالیو له ایزیدي لږکیو سره ناوړه عمل کړی.

دی وايي، د سنجار په نیول کېدو سره، په پیل کې ''ایزیدي وینځې'' د هېڅ په مقابل کې د ''اسلامي دولت'' ډلې پر جنګیالیو وېشل کېدې، او بیا وروسته د دغې ډلې تر واک لاندې سیمو کې پېر او پلور ته وړاندې کېدې.

احمد وايي، دغه وینځې تر هغو نه خرڅول کېدې، چې په مقابل کې به یې آن درې زره ډالر ورنه کړل شول، ځکه د دغې ډلې جنګیالیو دغه وینځې آن پر خپلو شرعي ښځو هم غوره ګڼلې.

نژدې څلور میاشتې وروسته، احمد د سوریې پر پوله د سنجار بلې لوري ته ولاړ، او هلته ابو مریم الترکي پوځي مشر و، خو د کردي ''پیشمرګه'' ځواکونو له ناڅاپي بریدونو سره مخامخ شول، همدا وو چې ''اسلامي دولت'' ډلې په دواړو خواوو کې ماتې وخوړه، او احمد یوځل بیا د جنګي الوتکې له خوا په ویشتل شویو مرمیو سخت ټپي شو، بېرته تلعفر ته د درملنې لپاره یووړل شو.

د ''اسلامي دولت'' د ''باوري کمېټې'' له خوا پر احمد تور ولګول، هرځای ته چې ځي، هغه ځای د ایتلافي الوتکو لخوا ویشتل کېږي، همدا وو چې نهه ورځې پوښتنې ګروېږنې ترې وشوې، دی وايي له خبرو وروسته سپین وخېژول شو او بېرته دده په ټکو ''هسک سر'' د ''اسلامي دولت'' جګړې ته ستون شو.

د سنجار او ''الهول'' له سقوط وروسته، احمد حمص ته ستنېدل وغوښتل، خو روسۍ ښځې یې شدادي ته تلل غوره وبلل، همدا وو چې احمد د ښځې خبره ومنله او دواړه شدادي ته ستانه شول.

په شدادي کې احمد ته د ''سنګر ټینګولو'' د مشر دنده وسپارل شوه، د ښار د دفاعي کرښو د ملاتړ لپاره یې پلان جوړ کړ، هلته یې لښتي وایستل او موانع یې جوړ کړل. خو څلور میاشتې وروسته، پر ښار د کردي ولسي ملاتړ کنډکونو بریدونه پیل کړل.

احمد وايي، الشدادي د ''اسلامي دولت'' ډلې له اصلي سنګرونو څخه و، او ددغې ډلې مهم پوځي قومندانان هم همالته وو، خو دا نه مني چې هلته دې ابو عمر الشیشاني هم وي، چې د ''اسلامي دولت'' ډلې د ''جګړې د وزیر'' په توګه یادېده.

دی ټینګار کوي په شدادي کې تر څه باندې دوو کلونو پورې دغې ډلې په زور پر خلکو خپلې لارښوونې عملي کولې، خو خلک تر پزې راغلي وو.

نیول کېدل

احمد وايي پر شدادي ښار د کردي ځواکونو له ناڅاپي بریدونو سره مخامخ شول، او یوه اونۍ وړاندې د امریکا په مشري د نړیوال ایتلاف الوتکو د ''اسلامي دولت'' ډلې مرکزونه بمباري کړل، دی وايي که څه هم د دغې ډلې دفاع کومه ګټه ونه کړه، خو د ''دیرالزور'' لوري سوېل ته شاتګ ته اړایستل شوه.

د شاتګ پرمهال هغه موټر په نښه شو، چې احمد پکې سپور و، دی ټپي شو او څو ساعته وینې ترې بهېدې، وروسته کردي ځواکونه ورورسېدل او دی په په مټ وویشت او ونیول شو.

له خپلې میندوارې مېرمنې سره د احمد اړیکه پرې شوه، دی وايي اوس له خپلې ښځې هېڅ نه دی خبر، خو غالب ګومان یې دا دی چې یا به دیرالزور ته تللې وي او یا ''القائم'' سیمې ته.

Image caption احمد دا ردوي چې ګني د سنجار له نیول کېدو وروسته د ''اسلامي دولت'' جنګیالیو له ایزیدي لږکیو سره ناوړه عمل کړی.

که څه هم په ښکاره د احمد په څېره او کړو وړو کې د ''اسلامي دولت'' د لارښوونو د تعقیبولو نښې نه لیدل کېږي، او د مرکې پرمهال له کردي ساتونکي د یوه سیګریټ غوښتنه کوي، د ساتونکي هم زړه پرې سوځي.

ما ترې وپوښتل: تاسو ددې کار [سیګریټ] څکولو له کبله تر خپلې واکمنۍ لاندې خلک په دُرو وهئ؟ د هو سر یې راته وخوځاوه، خو وايي چې ما هلته هم سیګریټ پټ څکول...

ورته مطالب