د بروکسل بریدګر 'د پاریس د بریدونو بم جوړوونکی و'

د بروکسل د چاودنو د یوه مشکوک نجم عشراوي انځورونه خپاره شوي دي د انځور حقوق Belgian Fed Police
Image caption د بروکسل د چاودنو د یوه مشکوک نجم عشراوي انځورونه خپاره شوي دي

په داسې حال کې چې د بروکسل د وروستیو بریدونو په تړاو د اروپا پر امنیتي او استخباراتي همکاریو کمزورۍ نیوکې ډېرې کړې دي، ویل کېږي چې د بروکسل د وروستیو بریدونو یوه مشکوک پاریس کې د نومبر میاشتې د بریدونو لپاره بمونه جوړ کړي وو.

د فرانسې او بلجیم د څارګرو سرچینو په حواله ویل شوي، د ډي اېن اې څېړنو ښودلې ده، چې د پاریس ځانمرګو بریدونو کې له چاودېدونکو توکو ډک کارول شویو واسکټونو ښودلې ده د بروکسل د سې شنبې خونړیو بریدونو یو مشکوک نجم عشراوي، چې دا مهال تر تعقیب لاندې دی، د پاریس بریدونو کې د بمونو جوړوونکی و.

د بلجیم رسنۍ وايي، ۲۴ کلن نجم عشراوي یو له هغو برید کوونکو و، چې د بروکسل پر نړیوال هوايي ډګر یې بریدونو کې لاس درلود، خو نوموړی ژوندی پاتې شوی او تری تم شوی دی.

د بروکسل چاودنې څو ورځې وروسته تر هغه وشوې، چې بلجیم کې د پراخو پوځي عملیاتو او لټون پرمهال پولیسو ددغه هېواد یو وګړی صلاح عبدالسلام ونیو. پر نوموړي د پاریس د بریدونو تور دی.

که څه هم په رسمي توګه تر اوسه د بروکسل په بریدونو کې د نجم عشراوي پوره ښکېلتیا نه ده تایید شوې، خو سرچینې وايي، چې اوس د هغه د موندلو لپاره جدي پلټنې روانې دي.

د انځور حقوق Belgian Fed Police
Image caption د بلجیم پولیس په هوايي ډګر د خونړیو بریدونو په تړاو د یوه مشکوک نجم عشراوي (لاس ته) په تعقیب کې دي.

د سې شنبې پر ګهیځ د بروکسل په هوايي ډګر او د اورګاډو په تمځي (میترو) کې چاودنو لږترلږه ۳۱ کسان ووژل او تر درو سوو ډېر نور یې ټپیان کړل. د څه باندې ۱۰۰ ټپیانو وضعیت ناوړه اعلان شوی دی.

د بلجیم چارواکو وویل، په وژل شویو او ټپیانو کې د شاوخوا ۴۰ هېوادونو وګړي دي، خو دا چې په میترو کې چاودنه ډېره زوروره وه، د ټولو وژل شویو کسانو هویت لا نه دی په ډاګه شوی.

په امریکا کې د اروپايي امنیتي کړنو په اړه نیوکې شوې دي، چې څرنګه د اروپا په زړه کې د یوه داسې هېواد د ننه چې د ناټو او اروپايي ټولنې مرکزونه پکې دي، د خونړیو بریدونو مخه نه شي نیول کېدای.

امریکا وايي، په تېر کې د بلجیم امنیتي بنسټونو د امریکايي امنیتي ادارو همکارۍ ته چندان هرکلی نه و ویلی.

د بروکسل د بریدونو په تړاو د امریکا ولسمشر بارک اوباما له بلجیم سره د خپل هېواد د امنیتي او استخباراتي همکاریو ژمنه کړ ده، او د روان کال نومبر کې له دیموکرات ګوند نه د ولسمشریزو ټاکنو نوماندې هیلري کلنټن د اروپا پر څارګر سازمان نیوکه کړې ده.

د انځور حقوق Getty
Image caption د سې شنبې پر ګهیځ د بروکسل په هوايي ډګر او د اورګاډو په تمځي (میترو) کې چاودنو لږترلږه ۳۱ کسان ووژل او تر درو سوو ډېر نور یې ټپیان کړل. د څه باندې ۱۰۰ ټپیانو وضعیت ناوړه اعلان شوی دی.

په پام کې ده، چې د جمعې په ورځ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري بروکسل ته د غمشریکۍ لپاره ولاړ شي او اټکل دی چې په دې سفر کې د امریکا او اروپا د امنیتي او استخباراتي همکاریو موضوع هم راپورته شي.

ورته مطالب