واشنګټن ''د سوریې الکترونیکي پوځ'' ۳ غله پېژندلي

د انځور حقوق THINKSTOCK
Image caption د امریکا د فدرالي څېړنو دفتر ددغو دوو کسانو د څرک معلومولو او یا نیول کېدو په تړاو ۱۰۰ زره امریکايي ډالر جایزه اعلان کړې ده.

امریکايي چارواکو د هغو درو انټرنېټي غلو هویت په ډاګه کړی دی، چې ځانونه ''د سوریې الکترونیکي پوځ'' بولي.

انټرنېټي غلو د خواله په رسنیو کې ځینې ګڼونونه (اکونټونه) مات کړي او خراب کړي دي او ځینو نورو وېبپاڼو ته یې لاسرسی بند کړی او د ننوتلو لاره یې بنده کړې ده.

د پیټر رومر په نامه یو تورن انټرنېټي غل په جرمني کې نیول شوی دی.

د امریکا د عدلیې وزارت وایي، اټکل کوي چې دوه نور مشکوک غله احمد عمر اغا او فراس داردار په سوریه کې اوسېږي.

د امریکا د فدرالي څېړنو دفتر ددغو دوو کسانو د څرک معلومولو او یا نیول کېدو په تړاو ۱۰۰ زره امریکايي ډالر جایزه اعلان کړې ده.

Image caption امریکايي چارواکو ویلي، ۲۲ کلن اغا The Pro مستعار نوم کاروي او تر ډېره یې د خواله رسنیو ګڼونونه غلا کول او د کمپنیو وېبپاڼې یې ماتولې
Image caption ۲۷ کلن داردار بیا ځان د The Shadow په نامه معرفي کوي چې د حکومت، سازمانونو او د رسنیو او سوداګرۍ په برخه کې یې پر ګڼو وېبپاڼو بریدونه کړي.

رپوټونه وايي، ''د سوریې الکترونیکي پوځ'' لومړی برید په ۲۰۱۱ کال کې و.

انټرنېټي غله وايي، دا بریدونه یې د ولسمشر بشارالاسد د ملاتړ په موخه وو.

Image caption رپوټونه وايي، ''د سوریې الکترونیکي پوځ'' لومړی برید په ۲۰۱۱ کال کې و.

امریکايي چارواکو ویلي، ۲۲ کلن اغا The Pro مستعار نوم کاروي، او ۲۷ کلن داردار بیا ځان د The Shadow په نامه معرفي کوي.

وزارت وايي، اټکل کوي چې اغا او داردار د وېبپاڼو د ماتولو لپاره د ځینو کسانو نومونه او د هغوی پټ نومونه (پاسورډونه) غلا کړي دي.

Image caption رومر د سوریې تابعیت لري، جرمني کې اوسېده، چې همالته ونیول شو

ورته مطالب