د برېتانيا او جرمني د ونډو بازارونو يو ځاى کېدل به څه گټې ولري؟

د لندن د ونډو بازار (London Stock Exchange ) او د فرانکفورټ د ونډو بازار (Deutsche Borse) مشران په دې سلا شوي چې سره يو ځای شي او له دې وروسته تر يوه چتر لاندې کار وکړي.

د دې پرېګوې پلې کېدو سره به دغه نوې رامنځ ته شوی کمپنۍ يا شرکت د ارزښت له مخی دنړۍ تر ټولو ستر مالي ځواک وگرځي.

کله چې تېره اوونۍ په لومړي ځل د دغو شرکتونو د يو ځای کېدو خبر خپور شو، د (London Stock Exchange)د ونډو بيې راټيټې شوې خو (Deutsche Borse ) د ونډو بيو کې زياتوالى راغى.

دواړه شرکتونه اوس مهال له ۴۵۰۰ ډېر کارکوونکي لري. که څه هم د اقتصاد په ډگر کې به د دې شرکتونو يو ځاى کېدل د ډېرو په اند گټور وي خو د دې شرکتونو يو لوى شمېر کارکوونکو ته به دا ښۀ خبر نه وي، ځکه چې د شوي تړون له مخې د سپما په موخه به يو لوى شمېر کارکوونکي خپلې دندې له لا سه ورکوي.

د تړون له مخې به د نوي رامنځ ته کېدونکي شرکت مشر جرمنی وي او همدا رنګه په دې کې به د جرمني ونډه ۵۴.۴ سلنه او پاتې نور به د برېتانيا وي.

خو دې تړون سره سره د عملي کېدو په مخ کې يې دوه لويې ننګونې پرتې دي؛ لومړى دا چی د جون په ۲۳ نيټه په برتانيا کې په دې اړه ټولپوښتنه کېږي چې غواړي په اروپايي ټولنې کې پاتې شي او که نه. که چېرې خلک د پاتې کېدو په مخالفت کې رايه کاروي ډېر امکان شته دى چې دا تړون هم وننګول شي.

دوهمه ننګونه داده چې د ونډو امريکايي شرکت دا مهال د نړۍ تر ټو لو بډايه مالي شرکت دی، هم دې نوي رامنځ ته کېدونکې شرکت کې شاملېدو ته لېوالتيا ښودلې ده.

که چېرې داسې کېږي شونې ده چې د تړون په شرايطو هم له سره غور وشي چې دا به په خپله د دې نوي تړون عملي کولو په مخ کې ستونزې راپيدا کوى شي يا يې لږ تر لږه ځنډولى شي.

په هر صورت ټوله کې د نړۍ اقتصاد په ځانگړې توگه د اروپا هغه ته به دا گام ډېر گټور ثابت شي او ډېرې اقتصادي گټې به له ځان سره ولري.