" د داعش مرستيال امريکايي بريد کې وژل شوى"

Image caption د عبدالرحمان مصطفى قادولي په سر امريکا د اوه ميلونه ډالرو انعام اعلان کړى و.

امريکايي خبري رسنۍ وايي د اسلامي دولت په نوم ډلې يا داعش مرستيال سوريه کې امريکايي عملياتو کې وژل شوى دى.

د امريکا د دفاع چارواکو ويلي دي عبدالرحمان مصطفى قادولي روانه مياشت يوۀ بريد کې وژل شوى دى.

د امريکا حکومت د هغۀ په سر د اوه ميلیونه ډالرو انعام هم ايښى و.

جمعې په ورځ ان بي سي خبري شبکې واشنګټن کې د دفاع وزارت د چارواکو له خولې وویل، د امریکا د ځانګړو ځواکونو یوه ډله سوریې ته له چورلکو سره د پنجشنبې په ګهیځ ورسېده، او د قادولي هغه مموټر ته یې کمین ونیو، چې دی پکې سپور و.

چارواکي وايي، امریکايي ځواکونو غوښتل قادولي ژوندی ونیسي، خو کله چې هلته د نوموړي د نیول کېدو زمینه نه وه، قادولي له خپلو درو نورو ملګرو سره ووژل شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، قادولي کله چې قادولي د ۲۰۱۲ کال په لومړیو کې له زندان نه خوشی شو، سم لاسي یې سوریې ته سفر وکړ او له ''اسلامي دولت'' ډلې سره یوځای شو.

سرچینه وايي قادولي په ۲۰۰۴ کال عراق کې د ابو مصعب الزرقاوي په مشرۍ د القاعدې شبکې له ډلې سره یوځای شوی و، چې بیا وروسته د زرقاوي مرستیال او د موصل ښار د القاعدې شبکې مشر وټاکل شول.

امریکا وايي، قادولي چې په خټه ترکمن و په ١٩٥٧ يا ١٩٥٩ کې د عراق موصل ښار کې زېږېدلى و. دا ښار د ٢٠١٤ کال نه راپدېخوا د داعش په لاس کې دى. قادولي د (حجي ایمان، عبدالرحمن محمد مصطفی شیخلار، ابو شعیب، عمر محمد خلیل مصطفی، عبدالرحمن محمد البیاتي، طاهر محمد خلی مصطفی البیاتي، ابو ایمان، ابو علاء، ابو حسن، ابو محمد، ابو زینة او ځینو نورو) په څېر په ځینو مستعارو نومونو هم مشهور و.

ټاکل شوې ده چې د قادولي د وژل کېدو په اړه به د امريکا ددفاع وزير اش کارټر خبري کانفرانس کې معلومات ورکوي.