بروکسل: د امنیتي ستونزو له امله د "ترهګرۍ پر ضد" لاريون لغوه شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption له بريدونو وروسته په بروکسل کې امنيتي حالات ټينګ شوي

د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ترهګرۍ پر ضد لاريون چې ټاکل شوې وه سبا يکشبنې (۲۷ مارچ) به ترسره شي لغوه شوی دی.

د دغه لاريون سمبالوونکي وايي د بلجيم د کورنيو چارو د وزارت په غوښتنه يې دغه پرېکړه کړې ده.

دوی په يوه خبرپاڼه کې ويلي دغه لاريون د امنيتي ستونزو له امله لغوه شوی او وايي دغه پرېکړه درک کولی شي او خپل لومړيتوب يې پېژني.

ټاکل شوې وه چې دغه لاريون په بروکسل کې د سې شنبې د "بريدونو پر ضد او په وګړو کې د يووالې لپاره ترسره شي".

د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د تېرې اوونۍ په بريدونو کې ۳۱ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي وو.

"اسلامي دولت" نومې ډلې د دغو بريدونو پړه پر غاړه اخيستې وه.

د دغو بريدونو په تړاو د بلجيم محکمې يو تورن کس په رسمي ډول په "ترهګریزو وژنو" پړ پېژندلی دی.

د دغه کس نوم چې د پنجشنبې په ورځ (۲۴ مارچ) نيول شوی وو "فيصل سي" ښودل شوی. د تورن کس په کور کې پوليسو وسلې نه دي موندلې.

د انځور حقوق Reuters

په عيني حال کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د بلجیم له ولس سره خواخوږي څرګنده کړې، او ټینګار یې کړی چې د داعش ډله به "ځپي". نوموړي وايي د دې ډلې د کړنو له امله باید "ټول مسلمانان بدنامه نشي".

ښاغلی اوباما وايي "دا چې موږ کډوالو ته غېږ پرانیستې، ځکه نو داعش تاوتریخوالي ته زور ورکړی. دا ډله له کرکې ډکه پروپګنډا کوي او هڅه کوي چې مسلمان ځوانان ځان ته را جذب کړي".

نوموړی زياتوي "د دې کار په مخنیوي کې د امریکا مسلمانان زموږ تر ټولو مهم ملګري دي. نو ځکه باید د امریکایي مسلمانانو د بدنامولو هره هڅه ناکامه کړو. دوی زموږ د هېواد لپاره ډېر څه کړي".

په بروکسل ښار کې وضعیت بېرته نورمال حالت ته راګرځي. د بي بي سي خبریاله وایي، ترانسپورتي نظام تر ډېره بېرته فعال شوی. په وسلو سمبال پولیسو او پوځیان لا هم په ښار کې ګزمې کوي.

خلک که څه هم ډاډه ښکاري، خو په دې پوهېږي چې په بریدونو کې ښکېل ځیني کسان لا هم نه دي نیول شوي.

ورته مطالب