بريتانيا کې د مسلمانانو پر ضد "کرکه" په جدي توګه څارل کېږي

د انځور حقوق Getty

له راتلونکې میاشتې څخه به برېتانوي پولیس د جنایتونو په اړه خپلو احصاییو کې د مسلمانانو پر ضد د کرکې جنایتونه ثبتول پيلوي.

دا د دې لپاره چې دوي وپوهېږي چې څومره مسلمانان د هغوې د عقیدې له امله ځورول کېږي. دغه راز د دې پرېکړې له مخې به د لومړي ځل لپاره د نورو عقیدو لرونکو په اړه هم چې د جنایتونو هدف ګرځول کېږي، شمېر ثبتیږي.

په برېتانيا کې اسلامي ډلو د دې کار ملاتړکړی، ځکه هغوې اندېښمن دي چې په اوسني وخت کې د دغسې پېښو په اړه کافي رپوټونه نه ورکول کېږي. د دې پرېکړې له مخې به له اسلام نه د وېرې قضېې د یهودانو پر ضد جنایتونه د قضیو په څېر ثبتېږي.

د مثال په توګه د هغې ښځې قضیه چې څو میاشتې مخکې یوې چایخانې ته تللې وه. د دې پر ځاې چې د انګلستان د شمالي ښار، بلیکبرن دا ځوانه مسلمانه ښځه د خپل کالج له ملګرو سره یو ځاې چایځي کې په خوښۍ سره ډوډۍ وخوري، له یو وېرونکي حالت سره مخامخ شوې وه.

هغه وايی "یوې ښځې چې هلته نژدې د یو بل میز تر شا ناسته وه ورته بدې خبرې او سپکې سپورې ویلې وې".

هغه فکر کوي چې ځکه يی ورته دا بدې خبرې کړې وې چې پوړنی يې په سر کړى و. دا ښځه نه غواړي چې هویت ېې څرګند شي. هغه وايي: "هغوی په لوړ غږ ویل چټل مهاجرین، هغوې زه او زما ملګري د چټلو مهاجرینو په نامه یاد کړل او موږ ته ېې ښکنځلې کولې،دا يوه ويرونکې او له وحشته ډکه کړنه وه".

هغه اوس له وېرې یواځې له کوره بهر نه وځي.

د هغې مور د دې پېښې په اړه پولیسوته خبرورکړ، خو د حیرانتیا وړ خبره دا وه چې دغو پولیسو چې وروسته ېې د دوې له کوره کتنه وکړه، فکر نه کاوه چې دا ښځه به د مسلمانې په توګه د کرکې هدف ګرځول شوې وي.

هغه وايی: "پولیسو ان دا قضیه له اسلام نه د وېرې تيري (Islamophobic attack ) دقانون سره سم ثبت هم نه کړه، هغوی حتی خبر هم نه وو چې داسې شی شته، دا د حیرانتیا وړ خبره وه، ما ورته وویل نه، ما په دې اړه یو سیمینار کې ګډون کړی و،نو ځکه درته دا خبره کوم، هغې وویل وبښه، ما دا کلیمه حتی اورېدلې هم نه ده".

دا د حیرانتیا وړ ده ځکه څو کلونه کېږي چې د انگلستان لانکاشایر د سيمې پولیس د مسلمانانو پر ضد د کرکې جنایتونو شمېرې ثبتوي. هغوې په یوې وینا کې بي بي سي ته وویل: "کله چې موږ ته د دې پېښې رپوټ راورسېد زموږ د مخابراتو څانګې فورا دا قضیه له اسلام نه د وېرې تر عنوان لاندې ثبت کړه او قرباني يې په بالقوه ډول د زیانمنېدونکې شخص په توګه وګڼل شوه. موږ د خپل ثبت د پروسو له لارې له اسلام نه د وېرې د کرکې جنایت په رسمیت پېژنو او په دې توګه دا مذهبي عنصر د ځورول شوي مذهب په څانګې کې ثبتوو".

د اپریل له لومړۍ نېټې څخه به د انګلستان او ویلز د پولیسو ټول ۴۳ ځواکونه د مسلمانانو پر ضد د کرکې د جنایتونو په احصاییو کې د یوې جلا کتګورۍ په توګه ثبتوي.

هیله کېږي چې دې سره به دا په ښۀ توگه معلومه شي چې دا ډول څومره جنایتونه کېږي او چیرې ترسره کېږي.

د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ ترمنځ مودې کې په انګلستان او ویلز کې د مذهب په تړاو جنایتونو شمېره څه باندې ۲۰۰۰ وه.

د تېرکال په پرتله دا شمېره ۴۵ سلنه زیاته شوې ده. فکر کېږي چې تقریبا نیمايي برخه دا ډول جنایتونه د مسلمانانو پر ضد شوي دي.

د کرکې جنایتونو به برخه کې د هېواد د پولیسو د مشرانو د شورا ویاند، پاول جیاناسي، وايی د دقیقو ارقامو ترلاسه کول به مرسته وکړي چې موږ لا په ښه ډول پوه شو چې د عامو خلکو په کچه څه پېښېږي.

د انځور حقوق Getty

"مور ته ووایه" په نامه یو سازمان چې د مسلمانانو پر ضد شوي جنایتونه څاري، حکومت ته وړاندیز کړی و چې په قوانینو کې دا ډول بدلون راولي.

د دې سازمان یو کارکوونکی فیاض مغل وايی مهمه ده چې د هرې پېښې رپوټ ورکړل شي او ثبت شي.

مغل وايي: "موږ پوهېږو چې افراطي ښي اړخې ډلې او ډېرې نورې جلا شوې ډلې چې ځینې ېې ډېرې توندلارې دي او ځینې نه دي، د هغوې اصلي پام نن اسلام او اسلامي ډلو ته دی. که مسلمانان د پېښو رپوټ ورنکړي، نو د دې معلوماتو یوه برخه به هېڅکله څرګنده نه شي".

د دې نویو مقرراتو له مخې به د سکانو او هندوانو پر ضد سرغړونې او بریدونه هم د پولیسو له خوا ثبتېږي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption يو برتانوى مسلمان شريف الجمال او يو سک رانا سودي چې د ستمبر له بريدونو وروسته يې يو ورور وژل شوى برتانيا کې د يو اسلامي مرکز پرانستلو کې برخه لري

سکان وايي، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ١١مې د ترهګريزو بریدونو راهیسې د ځینو له خوا دوی هم هدف ګرځول شوي دي، ځکه د دوې د پګړیو له امله ځینې خلک په تېروتنه فکر کوي چې دوی مسلمانان دي.

د انګلستان په شمال کې د مانچسټر د ښار د شېربورن ګور دواره د سکانو یو معبد دی. د سکانو د دې معبد یو بنسټ اېښودونکي غړي هلته بي بي سي ته وویل، دوې هم د خپلې ټولنې لپاره له چارواکو غواړي چې د دوې پر ضد جنایتونه ثبت کړي.

هغه وویل: "موږ د سکانو پر ضد د شویو جنایتونو رپوټونه ورکړي، خو په اصل کې هغه د اسلام یا نورو دینونو پر ضد د جنایتونو ترعنوان لاندې ثبت شوي دي، نوځکه دا ډېره مهمه ده چې ټولو مذهبي ډلو سره مساوي او یو شان چلن وشي".