عربستان له ایرانه غوښتي د خپل "انقلاب صادرول" پرېږدي

د انځور حقوق AFP

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر وایي، که ایران له سعودي او نورو اسلامي هېوادونو سره د ښو اړیکو په لټه کې دی، باید د خپل "انقلاب له صادرولو" لاس واخلي.

ښاغلي جبیر جنوبي افریقا ته د خپل سفر پرمهال ایران سره د اړیکو په تړاو د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل، عربستان د اړیکو ښه والی غواړي، خو ټینګار یې وکړ چې ایران باید خپل سلوک بدل کړي او د خپل انقلاب صادرلو او له پولو بهر نفوذ پراخولو هڅې ودروي.

هغه وویل، په دې صورت کې به سیمې سره د اړیکو دروازې د ایران پرمخ خلاصې شي.

د "انقلاب صادرول" په ایران کې د جمهوریت بنسټګر ایت الله خمیني له شعارونو او فکرونو و، چي هدف یې "په نړۍ کې د مظلومانو له حقونو د دفاع لپاره له مستکبرینو سره د مبارزې" او انقلاب پیغام رسول و.

د عربستان د بهرنیو چارو وزیر وړاندې هم له ایرانه غوښتي و، "له یوه سرکښ انقلابي هېواد څخه دې د نړیوالې ټولنې پر یوه عزتمن غړي واوړي."

ښاغلي جبیر د یکشنبې په ورځ (مارچ ۲۷مه) وویل، هېواد یې له څه دپاسه درېیو لسیزو راهیسې هڅه کړې ایران سره ښې اړیکې ولري، خو هېڅ یې نه دي ترلاسه کړي.

نږدې درې میاشتې وړاندې په پلازمېنه تهران او مشهد ښار کې د سعودي پر سفارت او کونسلګرۍ د شیعه روحاني د اعدام معترضو کسانو د برید له امله ریاض له ایران سره دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې.

دواړه هېوادونه یو بل د سیمې په چارو کې پر لاسوهنو تورنوي، که څه هم دواړو لورو په ځېنو مواردو کې د اړیکو ښه کېدو هيله ښوولې ده.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د یکشنبې په ورځ (حمل/ وري ۷مه) وویل، هېواد یې له عربستان سره د کړکېچ غځولو لېوالتیا نه لري او هیله یې وښوده چې په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ستونزو ته د حل لاره پیدا شي.

په سیمه کې د دوو سیالو هېوادونو په توګه د ایران او عربستان ترمنځ اړیکې له څو لسیزو راهیسې کړکېچنې دي. د جدې په هوایي ډګر کې پر دوو ایراني ځلمیانو "جنسي تعرض" او د حج په مراسمو کې د منا خونړۍ پېښې له یوه کال راهیسې دا کړکېچ ډېر کړ او په پای کې ایران کې د عربستانو پر دیپلوماتیکو استازولیو بریدونه د دواړو هېوادونو اړیکې پرې کړې.

ورته مطالب