د پاکستاني طالبانو جلا شوې ډلې د لاهور برید مسوولیت منلی

د انځور حقوق Getty

له پاکستاني طالبانو یوې بېلې شوې ډلې لاهور ښار کې د یکشنبې ورځې (مارچ ۲۷مې) ځانمرګي برید مسوولیت منلی او د برید هدف یې د "پاک اختر" په ورځ د پاکستاني عیسویانو په نښه کول بللي دي.

دا ځانمرګی برید د لاهور په ګلشن پارک کې وشو او له امله تردې مهاله تر ۷۰ ډېر کسان وژل شوي چې نږدې ۳۰ یې ماشومان دي.

په دې برید کې چې مسوولیت یې جماعت الاحرار ډلې منلی، لږ ترلږه ۳۰۰ کسان ټپیان شوي دي. پاکستاني چارواکي وایي، ښایي د وژل شویو کسانو شمېره لوړه شي.

د یکشنبې شپې د چاودنې سیمه قتل ځای بلل شوی چې پکې میندې او پلرونه په کنډوالو کې په خپلو اولادونو پسې ګرځېدل.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین دا برید غندلی او د پنجاب ایالتي چارواکو درې ورځې عمومي ماتم اعلان کړی دی.

د انځور حقوق AP

لاهور د پاکستان یو له آزادو او بډایو ښارونو دی چې د لومړي وزیر نوازشریف سیاسي ملاتړ مرکز بلل کېږي.

د جماعت الاحرار ډلې ویاند احسان الله احسان، د نورو بریدونو کولو د ګواښ ترڅنګ ویلي، دې ډلې په وروستي برید سره ښاغلي شریف ته "لاهور ته د ننوتو" پیغام ورلېږلی دی.

جماعت الاحرار د تحریک طالبان پاکستان انشعابي ډله ده چې په وروستیو میاشتو کې یې څو ځله ملکي وګړي او د پاکستان امنیتي ځواکونو باندې بریدونه کړي دي.

د انځور حقوق bbc

ورته مطالب