تر بېرته نیول کېدو وروسته د تدمر ښار زیانونو نوي انځورونه

د انځور حقوق AFP
Image caption د بعل معبد د طاق نصرت پاتې شوني چې داعش چاودنه ورکړه.

څو ساعته وروسته له هغه چې د سوریې امنیتي ځواکونو د تدمر ښار له اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې بېرته ونیوه، ددې لرغوني سیمې نوي انځورونه خپاره شوي دي.

د یونسکو نړیوال میراث دا انځورونه د داعش لس میاشتني اشغال په موده کې د تدمر ویجاړی بربنډوي.

که څه هم ځېنې ارزښتناک ځایونه یې ویجاړ شوي، خو ویل کېږي ددې لرغوني ښار ډېره برخه پر خپل حال پاتې ده.

د سوریې د لرغونو میراثونو د سازمان رییس مامون عبدالکریم وایي، چارواکو "د لا بدو ورانیو انتظار درلود."

د انځور حقوق AFP
Image caption د بعل معبد د ننوتو دروازې پاتې برخه چې داعش په سپتمبر میاشت کې والوزوله.

خو هغه فرانس پرېس ته ویلي، "د سیمې عمومي منظر ښه وضعیت لري"

د سوریې ولسمشر بشار الاسد له داعش څخه د تدمر بېرته نیول له "ترهګرۍ سره جګړه کې" "مهمه لاسته راوړنه" بللې ده.

پوځي سرچینې وایي، د سوریې پوځيان د روسي الوتکو په مرسته له څو ورځو جګړو وروسته د تدمر ښار او ورڅېرمه لرغوني ودانۍ "بشپړ کنټرول" ترلاسه کړی دی.

د کرملین ویاند ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، بشار الاسد ته ددې بریا مبارکي ورکړې ده.

کرملین ویلي، ښاغلی اسد پوهېده چې د تدمر عملیات "د روسیې له ملاتړ پرته ممکنه نه و."

د انځور حقوق AFP
Image caption د تدمر لرغوني اثار له ښاره ښکاري.
د انځور حقوق AFP
Image caption د تدمر په موزیم کې د داعش لخوا ویجاړ شوي آثار

داعش د ۲۰۱۵ کال په مې میاشت کې د تدمر ښار او ورڅېرمه لرغونې ودانۍ له دولتي ځواکونو ونیولې. دې ډلې له ځنډ پرته هغه لرغونپوه وواژه چې ۴۰ کاله ددې لرغوني سیمې د ساتنې مسوول وو.

تدمر د پلازمېنې دمشق او د هېواد په ختیځ کې د دیرالزور ښار په مسیر کې پرته مهمه ستراتیژیکه سیمه ده. دیرالزور اوسمهال د داعش په ولکه کې ده.

داعش د تدمر تر نیولو وروسته د لرغونو اثارو ځېنې برخې لکه ۲۰۰۰ کلن معبد، د نصرت طاق او د مړو یادګار څلي ویجاړ کړل چې له نړیوالې غصې او غندنې سره مل و.

داعش دا اثار د شرک او بُت پرستۍ نښه بولي.

د سوریې پر بشري حقونو د څار ډله چې برېتانیا کې ده وویل، د تدمر په جګړه کې د داعش لږ ترلږه ۴۰۰ جنګیالي وژل شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت د شنبې په ورځ د یوې وینا په خپرولو سره وویل، د داعش ۱۵۸ځایونه یې په نښه کړي او تر ۱۰۰ ډېر جنګیالي یې وژلي دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د تدمر په موزیم کې یوه ویجاړه شوې مجسمه.
د انځور حقوق AFP
Image caption ویل کېږي چې د تدمر تیاتر چې داعش ترې د اعدامونو د ځای په توګه کار اخست، په خپل حال پاتې دی.

ورته مطالب