ایف بي آی د فاروق د آیفون 'پټ نوم' مات کړ

رضوان فاروق او د هغه مېرمنې په تېر دسمبر میاشت کې سان برناردینو کې لږترلږه ۱۴ کسان په ډزو ووژل.

د امریکا د فدرالي څېړنو دفتر ویلي، د اپل شرکت له همکارۍ پرته د سان برناردینو د برید کوونکي رضوان فاروق آیفون ته د درېیم کس له لارې ننوتلي دي.

د امریکا عدلیې وزارت ویلي، په دې سره د امریکا د ټکنالوژۍ په برخه کې تر ټولو لوی شرکت پروړاندې راپورته شوې قضیه پای ته رسېدونکې ده.

اپل د محکمې له هغې پرېکړې سره مخالفت کړی و، چې له اپل یې چارواکو ته د برید کوونکي رضوان فاروق آیفون ته د ننوتلو د لاسرسي لرلو غوښتنه کړې وه.

خو چارواکو وکړای شو چې د اپل له همکارۍ پرته د یاد آیفون معلوماتو او ډېټا ته لاسرسی پیدا کړي.

رضوان فاروق او د هغه مېرمنې په تېر دسمبر میاشت کې سان برناردینو کې لږترلږه ۱۴ کسان په ډزو ووژل، چې بیا وروسته دوی هم د پولیسو په ډزو ووژل شول.

امریکايي چارواکو وویل، د رضوان مېرمن تشفین ملک د برید په ورځ پر خواله رسنیو له "اسلامي دولت" سره د خپلې خواخوږۍ پیغام خپور کړی و.

د امریکا څارنوال ویلي "درېیم لوري" وکړای شو چې د اپل له همکارۍ پرته آیفون ته لاسرسی پیدا کړي.

اسرائیلي شرکت

په کلیفورنیا ایالت کې د فدرالي ادارې جګپوړې څارنوالې الین دیکر وویل، څېړونکو له "درېیم لوري" همکاري ترلاسه کړه، خو نور جزییات یې ورنه کړل.

دا زیاتوي "څېړنو د سان برناردینو د برید له قربانیانو سره ستره خواخوږي وښوده".

تېره اونۍ یوې اسرائیلي ورځپاڼې ویلي وو، د فاروق آیفون ډېټا ته د لاسرسي موندلو په برخه کې د اسرائیلو د الکترونیکي امنیت شرکت "سیلبرایټ" کارپوهانو ګډون پیل کړی و.

سیلبرایټ بي بي سي ته وویل، د امریکا د فدرالي څېړنو له دفتر سره یوځای کار کوي، خو نور جزییات یې ورنه کړل.

یاد شرکت ویلي، دوی کولی شی چې iPhone 5C ته هم لاسرسی ولري، چې همدا ټکی د اختلاف او غورېږ جوړېدو لامل شوی.

د اپل، ګوګل، مایکروسافت او فیسبوک چارواکو وړاندې مخالفت ښودلی و.

د انځور حقوق Reuters
Image caption یاد شرکت ویلي، دوی کولی شی چې iPhone 5C ته هم لاسرسی ولري، چې همدا ټکی د اختلاف او غورېږ جوړېدو لامل شوی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اړوندې ادارې استازي زید راض الحسین د امریکا د محکمې دا پرېکړه غندلې وه او دا یې د هر شرارت پیلېدو لپاره پیلامه بللې وه.

ورته مطالب