نړیوال فیلسوف: پولې دې له منځه یوړل شي که نه؟

د انځور حقوق Getty

د نړۍ په لسګونو میلیونه خلک د جګړو او ځورونو له امله له خپلو هېوادوڅخه تېښتې ته اړشوي دي. خو په میلیونونو نورخلک بیا د دې لپاره له سرحدونو او پولو تېریږي چې له خپلو کورنیوسره یو ځای شي، د تقاعد وخت تېرولو لپاره یو تود اقلیم ته لاړ شي، یا د پيسو ګټلو لپاره یو ځای کې کار پيدا کړي.

لږ ترلږه له نظریاتي پلوه هېوادونه حق لري چې د مهاجرینو پر وړاندې محدودیتونه ولګوي. خو پوښتنه دا ده چې آیا هغوی باید د دې محدودیتونو لګولو حق ولري که نه.

په دې اوونۍ کې بي بي سي په فلسفې کې یوه نوې تجربه کوي، د نړیوال فیلسوف خپرونه، چې مایکل سېنډل يې وړاندې کوي. دا خپرونه د امریکا د باسټن ښار د هاروارډ د سوداګرۍ پوهنځي کې یوې ډېرې پرمختللې سټوډیو څخه کار اخلي، چې د نړۍ له بېلا بېلو ځایونو څخه خلک کولای شي په یو نړیوال بحث کې برخه واخلي.

د دې خپرونې پروډیوسر یا چمتوکونکی، ډیوېد ایډمنډز، د سرحدونو او کډوالۍ په اړه ځېنې فلسفي معماګانې تر بحث لاندې نیولي او په دې اړه يې ځینې جدي پوښتنې مطرح کړې.

پناه وړونکي او کډوال

د انځور حقوق Getty

د نړیوال قانون له مخې، هرڅوک حق لري چې د ځورونو یا جګړې له امله پناه وغواړي. د اقتصادي دلایلو پر بنسټ څوک بل ځای ته د تلو لپاره اتوماتیک حق نه لري. خو د پناه وړونکو او کډوالو تر منځ توپير کول تل آسانه نه وي.

د مثال په توګه یو شتمن بانک لرونکی کولای شي د ګټې د زیاتوالې لپاره یو بل مالي مرکز ته لاړ شي، خو که دا د هغه بزګر سره پرتله کړو چې غواړي د وچکالۍ او د حاصلاتو د کمښت له امله مهاجرت وکړي، د دې بزګر حالت د یو سیاسي پناه وړونکي وضعې ته نژدې ښکاري.

نو آیا له اخلاقي پلوه د هغو خلکو ترمنځ چې د بمونو له امله مړه کېږي او هغه نور چې د ډېرې بېوزلۍ له امله مري کوم توپير شته که نه؟

ثروت او هویت

د کډوالۍ یا مهاجرت د محدودولو لپاره معمولا دوه ډول دلایل وړاندې کېږي- لومړی دلیل له ثروت یا شتمنۍ سره تړاو لري او دویم يې له هویت یا پېژندنې سره.

د کډوالۍ په اړه ویل کېږي چې کوربه هېواد کې د موجودو خلکو پر ژوند باندې منفي اغېز کولای شي. کېدای شي له بهر نه راغلي خلک د ځايي خلکو کارونه ورڅخه واخلي، یا دا چې کېدای شي د هغوی د ارزانه کار له امله معاشونه ټیټ شي، یا د دولت پر عمومي خدمتونو باندې فشار راشي، لکه د روغتیا او پوهنې روزنې خدمتونه. خو دا چې دا وېرې څومره پر ځای دي په دې اړه د نظریو اختلاف شته دی.

د دې استدلال برسېره، ویل کېږي چې د پولو کنټرولونو لپاره دویم دلیل د ټولنې له یووالي او پېوستون سره تړاو لري.

د یو فیلسوف لپاره دا د پلټنې وړ یوه عجیبه مسله ده. کله کله ویل کېږی، هېوادونه هغه وخت په ښه ډول چلېږي چې اتباع یې د هویت یو پیاوړی احساس ولري- داسې هویت چې د ګډ تاریخ، مذهب او ګډ کلتور له امله رامنځته شوی وي.

ویل کېږي چې بهرنیان دغه پېوستون ته ګواښ پېښوي، او د ټولنې جوړښت کمزوری کوي. که موږ خپل ډېرهېوادوال د "موږ" پرځای "دوی" وبولو، ښايي موږ به ډېر لیواله نه اوسو چې د خپلو مالیو یا کار له لارې د ټولنې د هغو خدمتونو ملاتړ وکړو چې یو ملت یو موټی او متحد ساتي.

د انځور حقوق AFP

د ځینو هېوادو لپاره، دغه یو له بل سره د تړاو احساس کمزوری دی. په ۱۹۹۰ کلونو کې پخوانۍ یوګوسلاویا هغه وخت ژر ړنګه شوه چې سلابودان میلاسوویچ د سربیانو د ملتپالنې پلان پيل کړ.

آیا د ملي هویت ساتنه باید د مهاجرت- کډوالۍ د محدودولو لپاره یو دلیل وي؟

خو که موږ دا ومنو چې ټولنیز پيوستون ته ګواښ د سرحدي کنټرولونو لپاره یو ښه دلیل کېدایشي، نو داسې نتیجو ته رسېږو چې د ځینو به خوښې نه شي.

ځېنې کډوال ښايي زموږ د یوالي احساس ته د نورو په پرتله ډېر ګواښ پېښ کړي. دا منطق هغسې یو نظام ته اشاره کوي چې له مخې يې هغه کډوال نسبتا ښه ګڼل کېږي چې له نژادي، مذهبي یا کلتوري پلوه موږ سره ډېر ورته والی ولري.

نو پوښتنه دا ده چې ایا هېوادونه هغه وخت پیاوړي وي چې وګړي يې له نژادي او کلتوري پلوه ټول یوشان وي؟

هېواد وال او بهرنیان

ډېر خلک داسې فکر کوي چې موږ د خپلو هېواد والو پر وړاندې ځانګړي مکلفیتونه لرو چې د بهرنیانو پر وړاندې يې نه لرو. د بېلګې په توګه زموږ په خپل هېواد کې د سیلاب یا توپان قربانیانو پر وړاندې موږ نسبتا ډېرمسولیت احساسوو د هغو خلکو په پرتله چې د نړۍ په یو ليرې ځای کې سیلاب یا توپان ځپلې وي.

خو داخبره یوڅه حېرانونکې ده. که د بريتانيا د ډوور بندر اوسېدونکي را واخلو: ولې باید هغوې د میډلزبره سیمې اوسېدونکو پر وړاندې ډېر مسولیت ولري چې د انګلستان په شمال کې ۲۶۰ میله لیرې ژوند کوي، د هغو پناه وړونکو په پرتله چې یواځې ۲۶ میله لیرې د فرانسې د کلې بندر کې په کمپونو کې اوسېږي؟

یا که هغه بومي خلک را واخلو چې د امریکا متحدو ایالتونو او مکسیکو ترمنځ پولې یو له بله سره بېل کړي دي: آیا هغوی باید د خپلو لیرې اوسېدونکو هېوادوالو په وړاندې د ډېرمسولیت احساس ولري که د خپلې قبيلې د غړو پر وړاندې چې ورسره نژدې خو د پولې بلې غاړې کې ژوند کوي؟

د نړۍ ډېری ملي سرحدونه د یو لړ مشروطو تاریخي عواملو نتیجه ده- چې احساساتو ته له پام پرته جوړشوي دي.

هویت ولې باید له هېوادونو سره تړلی وي؟

په آزاده توګه وتل او په آزاده توګه ننوتل

د انځور حقوق Alamy

ډېری خلک په دې باور دي چې که د یو هېواد خلک غواړي له خپل هېواده ووځي باید مخه يې و نه نیول شي- د پولو بندول له بشري حقونو څخه سرغړونه بلل کېږی.

په ۱۹۸۷کې د امریکا د متحدو ایالتونو پخواني ولسمشر رونالډ ریګن په برلین کې یوه مشهوره وینا وکړه، او د پخواني شوروي مشر میخاییل ګورباچف باندې يې غږ وکړ چې"دا دیوال ونړوه".

د هغه د غوښتنې قوت په دې الهام کې دی چې د خښتو دیوالونو،اغزنو سیمونو او ساتونکولرونکو برجونو ترشا د یوهېواد د ټولو خلکو بندي کول یو ناړوه کار دی. هغه کسان چې د برلین له دیوال څخه يې د تېرېدو هڅه کوله په ګولیو ویشتل کېدل او له سلو زیات کسان وژل شوي وو.

خو دلته یوه معما موجوده ده. ځکه که له یوه هېواده د یو چا د وتلو مخنیوی بد کار وي، نو ولې د همدې کس د راتګ محنیوی هم همدومره بد نه ګڼل کېږي؟

د مهاجرت یا کډوالۍ د حق درلودل ښه دي، خو که د تلو لپاره کوم ځای نه وي د دې حق درلودل څه ګټه لري؟.