د ایران توغندیزه آزموینه 'له ۲۲۳۱ پرېکړه لیک سرغړونه وه'

د انځور حقوق AFP
Image caption د ایران د "پاسداران" ځواک په وینا، دغه توغندي تر ۲۰۰۰ کیلومترو پورې هدف ویشتلی شي چې په اصل کې د اسرائیلو د ګواښ لپاره جوړ شوي.

رپوټونه وايي، امریکا او درو نورو اروپايي ملګرو یې په یوه ګډ لیک کې د ایران بالستیکي توغندیو آزمونه د امنیت شورا له پرېکړه لیک سرغړونه بللې ده.

د رویټرز د خبر له مخې، د ایران د وروستیو بالستیکي توغندیو آزمونه هغه داسې توغندي هم وو، چې د اتومي وسلو لېږدولو توان یې درلود.

اوس، امریکا، بریتانیا، فرانسې او جرمني د اسپانیا سفیر او د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون ته یو ګډ لیک استولی.

پاروونکې آزمونه

اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس لیکلي، امریکا او درو نورو متحدینو یې د امنیت شورا د ناستې جوړولو غوښتنه کړې، ځکه چې د ایران توغندیزه آزموینه یې "بې ثباتوونکې او پاروونکې" بللې ده.

رپوټونه وايي، دغو هېوادونو ویليو د ایران شهاب ۳ لنډ واټن ویشتونکی او قیم ۱ لنډ واټن ویشتونکي توغندي د اتومي وسلو لېږدولو توان لري.

رویټرز وايي، دوی پخپل لیک کې لیکلي، ددغو توغندیو آزمویل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ۲۲۳۱ شمېره پرېکړه لیک نه "سرغړونه" ده.

د تېر کال جولای په دې پرېکړه لیک کې ایران او د نړۍ لوی قدرتونه دې هوکړې ته ورسېدل چې د ایران اتومي پروګرام به د امنیت شروا د بندیزونو لیرې کېدو په مقابل کې درول کېږي.

ایران په تېر مارچ میاشت کې – نژدې درې اونۍ وړاندې – د دوو اوږد واټن توغندیو په ګډون بالستیکي توغندي وازمویل.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېر مارچ پر ۱۴مه، د ایران د توغندیو آزموینه وارزوله.

د ایران د "پاسداران" ځواک په وینا، دغه توغندي تر ۲۰۰۰ کیلومترو پورې هدف ویشتلی شي چې په اصل کې د اسرائیلو د ګواښ لپاره جوړ شوي.

وړاندې، ایران لنډ او متوسط واټن ویشتونکي توغندي هم آزمویلي.

نژدې پنځه میاشتې وړاندې ایران د "عماد" په نامه لارښوونې ترلاسه کوونکي توغندي وازمویل چې ۱۷۰۰ کیلومتره واټن ویشتلی شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption نژدې پنځه میاشتې وړاندې ایران د "عماد" په نامه لارښوونې ترلاسه کوونکي توغندي وازمویل چې ۱۷۰۰ کیلومتره واټن ویشتلی شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېر مارچ پر ۱۴مه، د ایران د توغندیو آزموینه وارزوله.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي وو "د ایران توغندیزې آزموینې د (برجام) له اتومي هوکړې سره هېڅ تضاد نه لري" چې په وینا یې "ایران د خپلو دفاعي ظرفیتونو لوړاوي لپاره دا کار کړی دی".

د انځور حقوق Reuters
Image caption وړاندې، ایران لنډ او متوسط واټن ویشتونکي توغندي هم آزمویلي.

ورته مطالب