ډونالډ ټرمپ د جنین سقط په تړاو خپلې خبرې اصلاح کړي دي

د انځور حقوق AP

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندیداتورۍ داوطلب ډونالډ ټرمپ خپله هغه خبره اصلاح کړې چې د چهارشنبې په ورځ یې په ناقانونه توګه د جنین سقط کوونکو ښځو ته د "یوه ډول" سزا غوښتنه کړې وه.

ښاغلي ټرمپ تر توندو نیوکو وروسته وویل، یواځې هغه چا ته دې سزا ورکړل شي چې د سقط عمل ترسره کوي، نه ښځو ته.

خو هغه زیاته کړه، "زما دریځ نه دی بدل شوی."

ددغو خبرو په لړ کې د جنین سقط ځېنو مخالفو ډلو د ښاغلي ټرامپ پر لومړنیو څرګندونو د افراطي دریځ په توګه نیوکه وکړه.

د "زده کړې خوځښت او له ژونده د دفاع صندوق" مشرې جین مانسیني وویل: "د ښاغلي ټرمپ د نن ورځې څرګندونې د ژوند ملاتړ خوځښت (د جنین سقط مخالفه ډله) سره هېڅ اړخ نه لګوي او تر ډېره د هغو ښځو په اړه صدق کوي د جنین سقط غمجن عمل ته اړ کېږي."

هغې زیاته کړه: "د ژوند حق له ملاتړو هېڅ یو (د سقط مخالفین) هېڅکله نه غواړي یوه ښځه د جنین سقط لپاره سزا وویني."

ښاغلي ټرمپ د ټاکنیزو منډوترړو په ترڅ کې له ځېنو استثنا ګانو سره د جنین سقط له منع کېدو ملاتړ کړی دی.

د جنین سقط له ۱۹۷۳ راهیسې د امریکا سترې محکمې په حکم قانوني شو.

یو مهال ښاغلي ټرامپ د جنین سقط له حق نه ملاتړ کاوه، خو د هغه دریځ له کبله تر نیوکو لاندې راغی.

د جمهوري غوښتونکي ګوند مشرانو د امریکا په سراسري ټاکنو کې د ښاغلي ټرمپ د لیدلوري په تړاو اندېښنه ښوولې، ځکه چې نظرپوښتنې ښيي په ښځینه رایه ورکوونکو کې د هغه د محبوبیت کچه ډېره ټيټه ده.

ټاکنیزو سیالیو کې د دیموکرات ګوند مخکښه کاندیده هیلري کلینټن په ښځو کې هغه څوک ده چې په ښځینه مسایلو کې پر ښاغلي ټرمپ په زغرده نیوکې کوي.

هغې د ټرمپ تر لومړنیو څرګندونو وروسته د چهارشنبې په ورځ وویل: "دقیقا کله چې فکر کوئ تردې ناوړه کېدای نشي (داسې خبرې اورئ). دا وېروونکې خبره ده او روښانه ده."

د ښاغلي ټرمپ سیال سناتور ټېډ کروز هم وویل: "ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا وښوده چې پر مسایلو یې سم او جدي فکر نه دی کړی او د خلکو د پام اړولو لپاره هرڅه وایي."

پر ښاغلي ټرمپ وړاندې هم د ښځو د سپکولو له امله لکه، د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندیداتورۍ پخوانۍ داوطلبه کارلای فیورینا او د فاکس نیوز شبکې خبریالې مګان کلي، توندې نیوکې شوې دي.

د ښاغلي ټرمپ د ټاکنیز کمپاین مشر کوری لواندووسکي د سه شنبې په ورځ د یوې ښځينه خبریالې د سطحي وهلو او ډبولو په تور ونیول شو.

د جنین سقط مخالف فعالینو په دودیز ډول د هغو ښځو له ملامتولو ډډه کړې چې دا عمل ترسره کوي او په بدل کې یې د خپلې نیوکې گوته هغو کسانو ته نیولې چې د سقط عمل اجرا کوي.

په وروستیو کلونو کې محافظه کارانو هڅه کړې د جنین سقط پر کلینکونو او ډاکټرانو محدودیتونه اعمال کړي.

د جنین سقط حق پلویان وایي، دا تدابیر د جنین سقط ته د ښځو د لاسرسي حق محدودولو لپاره ترسره کېږي. په ځانګړې توګه په سوېلي محافظه کار ایالت کې نوي محدود کوونکي قوانین تدوین شوی دی.

ورته مطالب