بحرین د سیمې هېوادونو په تړاو د ایران بهرني سیاست د بدلون غوښتنه کړې

د بحرین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، ایران باید د سیمې د هېوادونو او عربي نړۍ په تړاو خپل بهرني سیاست کې بدلون راولي.

شیخ خالد بن احمد آل خلیفه له العربیه ټلویزیون سره مرکه کې وویل، ایران د نړۍ په اړه خپل بهرنی سیاست بدل کړی، خو کوم څه چې پاتې دي، هغه د عربي هېوادونو په تړاو د سیاستونو بدلون دی.

د بحرین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، "په اوسني وخت کې ایران عربانو ته د اسراییلو په پرتله لوی ګواښ ګڼل کېږي."

د بحرین او ایران اړیکې په وروستیو کلونو کې ډېرې زیاتې کړکېچنې وې.

دا اړیکې تر ډېره په ۲۰۱۱ کال کې بحرین کې د شیعه معترضانو تر ځپل کېدو وروسته ترینګلې شوې. په هغه کال د سعودي عربستان پوځ د بحرین له امنیتي ځواکونو سره د اعتراضونو په ځپلو کې مرسته وکړه.

بحرین په دې وروستیو کې د ریاض په ملاتړ ایران سره د عربستان د اړیکو تر پرې کېدو وروسته، له تهران سره دیپلوماتیکي اړیکې وشلولې.

د بحرین د بهرنیو چارو وزیر العربیه شبکې ته ویلي، که ایران د خپل کړنو د سمون لپاره لازم ګامونه پورته نه کړي، له تهران سره به یې د هېواد په اړیکو کې پرمختګ رانه شي.

هغه د مثال په توګه د لبنان له حزب الله ډلې ملاتړ او یو شمېرو نورو هېوادونو ته د وسلو استولو ته اشاره کړې ده.

یو شمېر عربي هېوادونه چې تر ډېره یې ایران سره دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړي دي یا یې راکمې کړي، پردې هېواد تور لګوي چې د عربي هېوادونو په چارو کې لاسوهنه کوي. خو ایران د نورو هېوادونو په چارو لاسوهنه او د وسلو استول ردوي.

آل خلیفه په مرکه کې ویلي، د ایران یوه چارواکي د کویټ امیر ته یو لیک استولی چې پکې یې د ایران او فارج خلیج څنډو هېوادونو ترمنځ د خبرو پیلولو غوښتنه کړې ده او د کویټ امیر هم دا اطلاع ددغو هېوادونو مشرانو ته رسولې ده.

د بحرین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، تر دې لیک یوه ورځ وروسته، د ایران مذهبي مشر د بحرین پرضد څرګندونې وکړې او په هماغه ورځ یوه لوړپوړي ایراني چارواکي وویل، "بحرین باید بېرته ایران ته وګرځول شي."

هغه ویلي، ایران سره د خبرو اترو دروازه تل خلاصه وه، خو "په دې وروستیو کې اړ شوو دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړو."

ورته مطالب