یونان دکډوالو ستنول پیلوي

د انځور حقوق AFP

د یونان دولت ویلي، د اروپایي ټولنې د هوکړې اجرا کېدو په لړ کې به د کډوالو دویمه ډله د جمعې به ورځ ترکیې ته بېرته واستوي.

د کډوالو لومړۍ ډله د دوشبنې په ورځ په کښتیو کې بېرته ترکیې ته واستول شوه، خو وروسته یونان د بېرته استولو لړۍ وردوله چې یوه برخه یې په دغه هېواد کې د پناه غوښتنې د نوې څپې برسېره کېدو له امله وه.

تمه کېږي نن جمعه (اپرېل ۸مه) هغه پناه غوښتونکي چې د پناه غوښتنه یې رد شوې، په دوو کښتیو کې بېرته ترکیې ته واستول شي.

لومړۍ ډله چې د دوشنبې په ورځ ترکیې ته واستول شوه، نږدې ۲۰۰ پاکستاني کډوال وو.

د مارچ ۱۸ مې د توافق له مخې، هغه کډوال چې د مارچ له ۲۰مې وروسته یې ځانونه یونان ته رسولي، که د پناه غوښتنه ثبت نه کړي یا یې غوښتنه رد شي، بېرته ترکیې ته استول کېږي.

د هر کډوال په بدل کې چې ترکیې ته ستنول کېږي، اروپایي هېوادونه یو ګډوال مني چې د پناه غوښتنه یې منل شوې ده.

ورسره د هر سوري کډوال په بدل کې چې بېرته واستول شي، اروپایي هېوادونه د ترکیې له پنډغالو یو سوري کډوال مني چې د پناه غوښتنه یې منل شوې.

د انځور حقوق AP
Image caption یونان په کښتیو کې کډوال بېرته ترکیې ته واستول.

بلخوا، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، هېواد یې یواځې په هغه صورت کې دا هوکړه عملي کوي چې اروپایي ټولنه هم له انقرې سره پر کړو ژمنو ګام په ګام عمل وکړي.

کومې ژمنې چې ښاغلی اردوغان ورته اشاره کوي، ترکیې ته ۳،۵ میلیارده ډالر ورکول، اروپایي ټولنه کې د ترکیې غړیتوب بهیر تسهیل او د اروپا د شینګن ویزې محدوده کې د ترکیې اتباعو ته له ویزې پرته تګ راتګ تضمینول دي.

ښاغلي اروغان د جمعې په ورځ په انقره کې وویل: "ګټه او ژمنې په بشپړه توګه مشخصې دي. که اروپا پر کړو ژمنو عمل ونه کړي، ترکیه به هم ونه غواړي ددې هوکړې پر اجرایي کېدو عمل وکړی."

خو پروړاندې یې د المان لومړۍ وزیرې انګېلا میرکل چې هېواد یې د ترکیې پروړاندې د اروپایي ټولنې مهمه برخه ژمنې پر غاړه اخستي، د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولاند سره د کتنې پرمهال د جمعې په ورځ وویل: "زه نن ډېره خوشحاله یم. که څه هم پوهېږم تراوسه نه یو توانېدلي، پر ټولو هغو شیانو چې موظف یو عمل وکړو."

د اروپا او ترکیې ترمنځ ددغې هوکړې اجرایي کېدو د بشري حقونو په برخه کې د فعالو بنسټونو نیوکې راپورته کړې دي.

د بښنې نړیوال سازمان ترکیه تورنه کړه چې سوري کډوال سره له دې چې د خطرونو په منلو سره دې هېواد ته راځي، په زوره بېرته سوریې ته استوي، خو ترکیې دا تورونه رد کړي.

خو ترکیه وایي، ټول سوري کډوال ددې هېواد به سوېل کې یوه پنډغالي ته استوي او هېڅ کډوال به بېرته خپل هېواد ته ونه لېږل شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د عفوې نړیوال سازمان وایي، هغه کډوال چې د یونان په ټاپوګانو کې دي لکه لزبوس، حقوقي خدمتونو ته لاسرسی نه لری.

ورته مطالب