ترکیه او اسراییل د اړیکو عادي کولو پر سر "هوکړې ته ورسېدل"

د انځور حقوق Reuters

ترکیې ویلي، له اسراییلو سره به عادي ديپلوماتیکې اړیکې ډېر ژر له سره پیل کړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د جمعې په ورځ (اپرېل ۸مه) وویل، د اړیکو عادي کولو په موخه اسراییلي چارواکو سره خبرو ته لېږل شوي پلاوي په خبرو کې د پام وړ پرمختګ کړی او وروستي هوکړې رسېدو ته نژدې شوي دي.

د خبرو اترو وروستۍ پړاو په لندن کې ترسره شوی او تمه کېږي، د دواړو هېوادونو مذاکره کوونکي په نژدې راتلونکي کې یوه اړونده هوکړه نهایي کړي.

ترکیه او اسراییل په ۱۹۹۰ لسیزه او ۲۰۰۰ میلادي کال کې په سیمه کې له نژدیو ملګرو وو چې ان په ترکیه کې د اسلامپالي حکومت پرمهال هم د دواړو هېوادونو اړیکې ګرمې وې.

له دې ډلې په ۲۰۰۵ کال کې د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان له اسراییلو لیدنه وکړه او وړاندیز یې وکړ چې د هغه هېواد او فلسطینانو ترمنځ منځګړتوب وکړي.

دې اړیکو په ۲۰۱۰ کال کې بدلون وموند. د همغه کال په مې میاشت کې د ماوې مرمره په نوم د ترکیې یوه مرسته رسوونکې کښتۍ د غزې تراډې اقتصادي کلابندۍ سره د مقابلې لپاره ددغې سیمې سواحلو ته ننوته چې د اسراییلو کومانډو ځواکونو لخوا په نښه شوه.

په دې برید کې د فلسطین خواخوږي د ترکیې ۱۰ وګړي ووژل شول. اسراییلو اندېښنه لرله چې ساحلي اوبو ته ددې کښتۍ ننوتل او د فلسطینانو ته د توکو رسول به ښایي ورته اقداماتو ته لاره پرانیزي. پر ماوي مرمرې برید د کلونو لپاره د ترکیې او اسراییلو ترمنځ د اړیکو ترېنګلتیا او یو پر بل د تورونو لګولو سبب شو.

وړاندې تر هغه هم په (ډسمبر ۲۰۰۸ – جنوري ۲۰۰۹) غزې جګړه کې له اسراییلو د ترکیې نیوکو د دواړو هېوادونو اړیکې سړې کړې وې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو په وینا، لندن ته ددې هېواد استول شوي پلاوي کې یو مرستیال وزیر هم و او د اسراییلو د لومړي وزیر یوه سلاکار د اسراییلي پلاوي سرپرستي پرغاړه لرله.

ظاهرا د خبرو اترو لومړی پړاو به پټه د تېر کال په ډسمبر میاشت کې ترسره شوی او دویم پړاو هم په فبروي میاشت کې په جنیوا کې ترسره شو. په همغه میاشت کې د ترکیي سرچینو وویل، دواړه هېوادونه د یوې هوکړې ترلاسه کولو پر لور "مخته ځي."

تردې وړاندې اسراییلو د ترکیې پر مرسته رسوونکې کښتۍ د برید له امله خواشیني ښوولې وه او له ترکیې یې بښنه وغوښته او ظاهرا د تاوان ورکړې پر سر خبرې هم پایلې ته رسېدلي دي.

که څه هم وویل شول چې اسراییلو سره د اړیکو بیا پیلولو لپاره د ترکیې شرط د غزې اقتصادي کلابندۍ پایته رسول و، خو داسې ښکاري چې د ترکیې چارواکو په دې اړه د اسراییلو توضیحات د قناعت وړ بللي وي.

ورته مطالب