د ارمنستان او اذربايجان تر منځ نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي

د انځور حقوق r
Image caption دواړه غاړې يو پر بل د جګړې د پيل تور لګوي

د اذربايجان او ارمنستان تر منځ د ناګورنو قرباغ په سيمه کې د نښتو له امله يو شمېر کسان وژل شوي دي.

د ارمنستان چارواکي وايي شاوخوا ۱۸ عسکر يې وژل شوي. بلخوا اذربايجان د خپلو ۱۲ پوځيانو د وژل کېدو خبره کوي.

د ناګورنو قرباغ سيمه له ۱۹۹۴ کال راهيسې د جګړي له پای ته رسېدو وروسته د ارميني جلا غوښتونکو تر ولکې لاندې ده.

روسيه چې پر دواړو غاړو وسلې پلوري د سملاسي اوربند غوښتنه کړې ده.

دواړه غاړي يو پر بل د جګړې د پيل تور لګوي او وايي په نښتو کې يو شمېر ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

د رويټرز خبري اژانس د ناګورنو قره باغ د پوځي چارواکو له خولې وايي، د ارمنستان هوايي ځواکونو د اذربايجان يوه چورلکه نسکوره کړې ده خو د اذربايجان چارواکي بيا دغه خبر ردوي.

اذربايجان وايي پر ځواکونو يې له قره باغ سيمې بريد شوی و، چې دوی پرې ځوابي ډزې وکړې. خو بله خوا دغه تور ردوي او وايي اذربايجان "پراخ بريد" پيل کړی و.

تېره مياشت هم په دغه سيمه کې د دواړو غاړو تر منځ نښتې شوې وې.

په ۱۹۹۱ کال کې د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته ارمنستان او اذربايجان د ناګورنو قره باغ سيمې پر سر جګړه کړې وه چې شاوخوا ۳۰ زره کسان په کې وژل شوي او يو لوی شمېر نور د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ ايستل شوي وو.

دغو دوو هېوادونو په ۱۹۹۴ کې د اوربند تړون لاسليک کړی و چې تر دې مهاله يې څو ځله ترې سرغړونه کړې ده.

ناګورنو قره باغ د ازادۍ اعلان کړی خو هېڅ هېواد يې ازادي په رسميت نه پېژني.

ورته مطالب