د سعودي له تبصرې وروسته د تېلو بيې رالوېدلې دي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بيو پرځېدل د تېلو توليدوونکو هېوادونو پر اقتصاد ناوه اغيز کړی دی

د تېلو بيې له هغه وروسته يو ځل بيا رالوېدلې دي کله چې سعودي وويل، په هغه صورت کې به د تيلو توليد دروي کله چې د تېلو ټول توليدوونکي هېوادونه دغه ګام واخلي.

د سعودي دويم وليعهد محمد بن سلمان دغه خبرې له يوې رسنۍ سره د مرکې په ترڅ کې کړې دي چې د ايران پر وړاندې يوه ننګونه ګڼل کېږي.

ايران ويلي وو، د اقتصادي بنديزونو له لرې کېدو وروسته به د تېلو توليد زيات کړي.

نوموړي د مرکې په ترڅ کې د عامه پانګې اچونې په برخه کې د خپل پلان په اړه هم خبرې کړې دي.

نوموړی وايي له تېلو څخه لاسته راغلې ګټې باندې د اتکا کمولو لپاره دوه ټريليونه ډالر ځانګړي شوي. د پلان يوه برخه د تېلو دولتي شرکت ارمکو د ونډو خرڅلاو دی چې راتلونکی کال به پيل شي.

ويل کېږي ايران به د تيلو د بيو ثابت ساتلو په تړاو د اپرېل پر ۱۷ نېټه د دوحې په کنفرانس کې برخه وا نه خلي.

د شهزاده په وينا "په هغه صورت کې به د تيلو توليد دروي چې ټول هېوادونه يې بند کړي".

کله چې له ده وپوښتل شول، ايا ايران به هم په دغو هېوادونو کې وي، نوموړي وويل "بې له شکه".

د تېلو بيې چې د لوړېدو په حال کې وې د محمد بن سلمان له خبرو وروسته راپرځېدلې دي.

د يوه بېرل خامو تېلو بېه ۴ سلنه يعنې ۳۸،۷۰ ډالرو ته رالوېدلې ده، د روان کال په لومړيو دريو مياشتو کې د تېلو بيې ۶ سلنه پورته شوې.

د ډېر توليد او خراب بازار له امله د تېلو بيې د ۲۰۱۴ کال د جون مياشتې د ۱۱۶ ډالرو څخه شاوخوا ۳۸ ډالرو ته رالوېدلې دي چې د تېلو توليد کوونکو هېوادونو پر اقتصاد يې ناوړه اغېز کړی دی.

ورته مطالب