صلاح عبدالسلام 'نه غوښتل ځان والوځوي'

د انځور حقوق BelgianFrench police
Image caption څېړونکو ویلي، عبدالسلام د پاریس بریدونو کې د ځان چوولو پرېکړه کړې وه، خو وايي چې وروسته یې ‎پرېکړه بدله شوه.

د پاریس د بریدونو مشکوک صلاح عبدالسلام له خپل ورور سره په کتنه کې ویلي، د برید پرمهال یې پرېکړه وکړه چې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي ونه چوي، ځکه په وینا یې نه یې غوښتل خلک ووژني.

ده ویلي، که چېرې یې دا کار کړی وای، د تېر نومبر د ۱۳ د پاریس بریدونو د قربانیانو شمېر به ډېر زیات شوی وای.

صلاح عبدالسلام چې دا مهال په بلجیم کې بندي دی او فرانسې ته د لېږدېدو انتظار وباسي، دا خبرې له خپل ورور محمد سره د کتنې پرمهال کړې دي.

محمد د خپل ورور دا خبرې د فرانسې BFMTV ته په زندان کې له خپل ورور سره تر کتنې وروسته کړې دي.

د تېرې نومبر میاشتې پر ۱۳مه، د پاریس پر سینما، لوبغالي، خوړنځي او دوکانونو وسله وال برید لږترلږه ۱۳۰ کسان ووژل.

۲۶ کلن صلاح عبدالسلام بلجیم کې له هغو دوو بریدونو څلور ورځې وړاندې ونیول شو، چې لږترلږه ۳۲ کسان پکې ووژل شول.

پولیس وايي، یوه وسله واله شبکه په دواړو ښارونو کې د بریدونو مسؤوله وه.

د انځور حقوق AFP
Image caption د تېرې نومبر میاشتې پر ۱۳مه، د پاریس پر سینما، لوبغالي، خوړنځي او دوکانونو وسله وال برید لږترلږه ۱۳۰ کسان ووژل.

عبدالسلام د پاریس له بریدونو وروسته څلور میاشتې د بلجیم پلازمېنه کې پټې تېرې کړې.

د بلجیم چارواکو ویلي، عبدالسلام په بروکسل کې د چاودنو له دوو تورنو کسانو سره اړیکي لرل.

د عبدالسلام د ګوتو نښې د بروکسل د اورګاډي په تمځي کې له برید کوونکي خالد البکراوي سره په یوه کور کې وموندل شوې.

څېړونکو ویلي، عبدالسلام د پاریس بریدونو کې د ځان چولو پرېکړه کړې وه، خو وايي چې وروسته یې ‎پرېکړه بدله شوه.

په بروکسل او پاریس کې د دواړو بریدونو پړه د "اسلامي دولت" په نامه ډلې پر غاړه واخیسته.

د انځور حقوق Associated Press
Image caption پولیس وايي، یوه وسله واله شبکه په دواړو ښارونو کې د بریدونو مسؤوله وه.

ورته مطالب