لبنان کې د فحاشۍ لویه شبکه نیول شوې

لبنان کې د سوریې یوه کډواله (د آرشیف انځور)
Image caption لبنان کې د سوریې یوه کډواله (د آرشیف انځور)

د لبنان امنیتي سرچینې وایي، د تېرې جمعې په ورځ یې په هېواد کې د فحاشۍ یوه لویه شبکه کشف او نیولې او ۷۵ ښځې یې ژغورلې دي، چې ډېری یې د سوریې کډوالې دي.

د لبنان د کورنیو چارو وزارت ویلي، دغه ښځې وهل شوې او جنسي تېري ورباندې شوي، ځینې یې میندوارې شوې او آن د بدن ځینې برخې یې شکول شوې دي.

یوه امنیتي چارواکي فرانس پرېس خبري آژانس ته ویلي "دا د فحاشۍ یوه لویه شبکه وه چې د سوریې د جګړې له پیلېدا راهیسې مو کشف کړه".

د وزارت په ویناپاڼه کې راغلي "د بیروت شمال جبل لبنان سیمه کې پولیسو د یوې شبکې هغه غړي ونیول، چې په لبنان کې د انسانانو د قاچاق او سوداګرۍ خطرناکه شبکه ګڼل کېده".

په ویناپاڼه کې راغلي "۷۵ ښځې وژغورل شوې، چې ډېری یې د سوریې دي، دوی وهل شوې، له جسمي او نفسي ربړونو سره مخامخ شوې او په زور جنسي تېريو ته اړایستل شوې، او د ناوړه اعمالو پرمهال یې انځورونه اخیستل شوي او بیا خپاره شوي دي".

امنيتي ځواکونو دوه هغه ساتونکي نیولي، چې د فحاشۍ د یوه کور ساتنه یې کوله، خو دوه نور تورن تر اوسه نه دي نیول شوي.

یو ډاکټر او یوه نرسه هم نیول شوي، چې ددغې شبکې غړي وو.

ډاکټر د پوښتنو ګروېږنو پرمهال منلې ده، چې په یاده شبکه کې یې د ۲۰۰ اسیرو ښځو میندواري له منځه وړې ده.

امنیتي ځواکونه وايي، د عملیاتو پرمهال یې یو اته میاشتنی ماشوم هم موندلی، چې ویل کېږي د یوې آزادې کړل شوې ښځې زوی به وي.

په سوریه کې له جګړې پیلېدو وړاندې په لبنان کې ځینې ښځې جنسي اړیکو ته اړایستل کېدې.

ورته مطالب