اوباما: اتومي ترهګریز برید "زموږ نړۍ بدلوي"

د انځور حقوق AFP
Image caption اوباما د روسیې پر هغه ګام هم اندېښنه په ډاګه کړه، چې د اتومي وسلو د کمولو پرځای یې پوځي پوځي توپخانه جوړول پیل کړي.

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما ویلي، د ترهګرو له خوا د اتومي برید د هڅې خطر "زموږ نړۍ بدلوي" چې دا یو رښتینی خطر دی.

نوموړي دا څرګندونې واشنګټن کې د اتومي امنیت په سرمشریزه کې کړې، چې وايي، د دغه خطر د مخنیوي لپاره باید نړۍ "پرېکنده" ګامونه واخلي.

دی وايي: "په ګډو هڅو سره، زموږ دولتونه وتوانېدل چې اتومي توکو ته د ترهګرو د لاسونو نژدې کېدو مخه ونیسي".

خو نوموړی زیاتوي چې اتومي وسلو ته د "اسلامي دولت" ډلې د لاس رسېدو احتمال "د نړیوال امنیت لپاره تر ټولو لوی ګواښ" ګڼل کېږي.

دغې سرمشریزې ته د څه باندې ۵۰ هېوادونو استازي ورغلي.

د واشنګټن په دې سرمشریزه کې نړیوالو استازو د شمالي کوریا د اتومي پروګرام او په دې سرمشریزه کې د روسیې د ناسوبتیا په اړه اندېښنه وښوده.

اوباما د روسیې پر هغه ګام هم اندېښنه په ډاګه کړه، چې د اتومي وسلو د کمولو پرځای یې توپخانه جوړول پیل کړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې سرمشریزه کې له ګډون کولو ډډه کړې، د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف هم لاهور ښار کې د خونړي برید له کبله په یاده سرمشریزه کې د نه ګډون اعلان کړی.

روسیه او پاکستان دواړه اتومي وسلې لري.

د سرمشریزې ګډونوالو د اتومي وسلو د خپرېدو د مخنیو‎ي په لړ کې پر خپلو ژمنتیاوو ښودلو ټینګار وکړ.

اوباما د نړۍ په ګڼو برخو کې له اتومي توکو د خلاصون چاره وستایله، په پام کې ده چې مرکزي اروپا او سوېل ختیځه آسیا هم د روان کال په وروستیو کې له اتومي توکو ځانونه خلاص کړي.

اوباما وویل "په ګډه مو په نړۍ کې د اتومي بنسټونو له خطرناکو وژونکو توکو ځانونه خلاص کړل".

اوباما مخکې ویلي وو، د اتوم بم کارولو د مخنیوي لپاره باید ډېرې همکارۍ وشي، او دا بمونه د "اسلامي دولت" ډلې په څېر د یوه لېوني کس لاس ته ونه لوېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې سرمشریزه کې له ګډون کولو ډډه کړې

اوباما وویل "په ګرده کړۍ کې شاوخوا ۲۰۰۰ ټنه اتومي توکي دي، چې دا ټول توکي په سمه توګه نه څارل کېږي".

ده وویل، د یوې مڼې په اندازه کوچنی اتوم بم هومره ویجاړوونکی توان لري چې ټولې نړۍ ته زیان رسولی شي".

اوباما وویل "له پلوتونیوم په کمه اندازه اتومي توکي سلګونه زره انسانان وژلی او ټپي کولی شي. دا بشري، سیاسي، اقتصادي او داسې چاپېریالي ناورین رامنځ ته کوي چې تر څو نسلونو پورې به یې اغېز پاتې وي... ټوله نړۍ بدلولی شي".

ورته مطالب