د تښتول شوې الوتکې د عيني شاهدانو له خولې کیسه

Image caption د پان ام ۷۳ الوتنې کارکوونکي(درې تنه يې په دې تصویر کې له خپلو ملګرو سره لیدل کېږي) ټول د الوتکې تښتول کېدو په وخت کې ځوانان وو (تصویر د پان ام الوتکې له فیسبوک پاڼې څخه)

د کراچي په هوايي ډګر کې د پان ام ۷۳ الوتنې د تښتول کېدو نه نژدې ۳۰ کاله وروسته، د الوتکې شپږ تنو کارکونکو د لومړي ځل لپاره رسنیو سره خبرې کړي.

د الوتکې یوه کارکوونکي نوپور ابرول بي بي سي ته وویل: "لومړی مې فکر ته دا راغلل چې د وتلو ور پرانیزم او هرڅومره مساپر چې کولای شم وباسم، خو فکر مې وکړ چې دا کار به نور مساپر له ګواښ سره مخ کړي،" د ۱۹۸۶ کال د سپټمبر پر پنځمه فلسطینی اورپکو، دا الوتکه چې نیویارک ته روانه وه تښتولې وه او امنیتي ځواکونو د کراچی په هوايی ډګر کې د ۱۶ ساعتونو لپاره کلابنده کړې وه. د دې خونړۍ پېښې په پاې کې ۲۲ کسان و وژل شول او نژدې ۱۵۰ټپیان شول.

دغې پېښې نړۍ ولړزوله چې په اړه يې یو فلم هم جوړېږي، خو د الوتکې ژوندیو پاتې شویو کارکوونکو تراوسه پورې رسنیو ته څه نه وو ویلي.

دا لومړی ځل دی چې هغوی رسنیو سره خبرې کوي، غواړي هغه حیاتي رول وستايي چې په الوتکې کې ټولو سپرو خلکو په کې ونډه درلوده، چې ډېر يې عامو خلکو ته نه دي معلوم.

ټوپکوال ا لوتکې ته ننوزي

د سهار شپږ بجې لا نه وې شوې چې د پان ام ۷۳ الوتنه، چې له مومبی نه فرانکفورټ او نیویارک ته روانه وه په کراچۍ کې تم شوه. د الوتکې له ۱۴ کارکوونکو څخه ۱۲ يې الوتنه چمتو کوله.

له الوتکې بهر ۴ وسله وال کسان د هوايي ډګر د امنیت په بڼه یو موټر کې په تېزۍ سره راغلل، هوايي ډزې يې کولې او ۷۴۷ بوینګ الوتکې ته ننوتل.

نوپور ولیدل چې د ده د یو همکار پښو ته نژدې يې ډزې وکړې او په لوړ آواز ېې ورته وویل چې ور بند کړه.

د الوتکې یوې کارکوونکې شیرین پاون چې د اورپکو له نظره لیرې وه، دا غږونه واورېدل او ژر ېې انټرکام مخابرې ته ځان ورساوه او پیلوټ ته يې زنګ وواهه، په دویم زنګ سره پیلوټ غوږۍ پورته کړه او پاون ورته د الوتکې د تښتول کېدو شفر مخابره کړ.

د الوتکې یوې بلې کارکوونکې سنشاین ویسوالا یو تښتونکی ولیده چې د دوې یوه بله همکاره نیرجا بانوټ يې نیولې وه اوسر ته يې ورته ټوپک نیولی و.

لږ وروسته، یوبل اورپکی چې کلاشنیکوف اولاسې بم يې له ورایه ښکارېدل، سنشاین ته امر وکړ چې د الوتکې پیلوټ ته يې بوزي.

ورک شوي پیلوټان

د پیلوټ خونه تشه وه. سنشاین وايی: "سملاسي مې ولیدل چې د پیلوټ په خونه کې د تېښتې وسایل فعال شوي وو. و مۍ لیدل چې د خونې په چت کې د وتلو کړکۍ پرانیستې وه، خو ماځان ناخبره وښوده. غوښتل مې چې پیلوټان د تېښتې لپاره وخت ولري چې کېدای شي تراوسه د الوتکې بهرد رسیو په مرسته د ښکته کېدوپه حال کې وي. داسې ښکارېده چې الوتکې تښتونکي په دې شیانو نه پوهېدل او پام يې نشو،"

د انځور حقوق Solo shots individuals own group shot Pan Am crew Facebook page

د الوتکې کارکوونکي(له پورته کیڼې خواڅخه): نوپور، سنشاین، شیرین، ډیلیپ.(په ډله یزعکس کې- لیرې کیڼ اړخ): ماسي.( تصویرونه د پان ام کارکونکو له فېسبوک پاڼې څخه).

اوسني کارکونکي:(له پورته کیڼې خوا تر ښکه ښی اړخ پورې) (د هغوې خپل تصویرونه). شیرین، ماسي، مدهوي، سنشاین، ډیلیپ، نوپور

"ډېرو پر پیلوټانو نیوکې کړې چې ولې تښتېدلي او خپل همکاران ېې یواځې پرې ايښي، خو زه خوشحاله شوم چې و مې لیدل پیلوټان تللي دي، ځکه چې موږ ټول د هوا په پرتله پرځمکه خوندي یوو. لږ ترلږه درې تنه پیلوټان خوندي وو. "

د الوتکې یو بل کارکوونکی ډیلیپ بیدیچنداني وايي چې د پیلوټانو تښتېدنې نور خلک هم وژغورل.

"له الوتکې د پيلوټانو وتل... په دې معنا وو چې ترهګرو الوتکه چېرته نشوای بېولای، چې کېدای شوای موږ ته امر وکړی چې الوتکه پر کومې ودانۍ باندې وغورځوو، یا په هوا کې يې وچاودوي. "

د وسله والو پلان دا و چې پیلوټان واداره کړي چې دوې قبرص او اسراییلوته بوځي، چې هلته د هغوې نورملګري اورپکي د ترهګرۍ په تور بندیان وو.

له الوتکې بهر د پان ام د کراچۍ د چارو مشر ویرف دروګا د یو لوډ سپیکر له لارې الوتکې تښتونکو سره خبرې اترې کولې او هغوی ته يې وویل چې د هوايي ډګر چارواکي پیلوټان لټوي چې هغوی هرځای ته چې غواړي ورسوي.

خو د الوتکې د ننه، تښتونکو یو ۲۹ کلن امریکايي مساپر راجیشکمار له خپلې څوکۍ راپورته کړ، د یو پرانیستې ور پر وړاندې يې په ګونډو کړ او ټوپک يې ورته سر ته ونیوه. کله چې په یو ساعت کې پیلوټان را و نه رسېدل، ښاغلی کمار يې په ګولۍ وویشته او له الوتکې يې بهر وغورځاوه.

سنشاین وايي:"په دې کار سره هر څه بدل شول. دې کار وښودل چې هغوې بېرحمه وژونکي دي."

د امریکایانو په لټه

څلور ساعته وروسته، تښتوونکو په الوتکې کې د امریکایانو لټول پیل کړل. د ابو نیضال سازمان چې دا کسان يې غړي وه، په منځني ختیځ کې د امریکا د متحدوایالتونو د تګلارو مخالفت کاوه.

د انځور حقوق Mike Thexton
Image caption د مایک ټکسټن تصویر. مساپر مایک ټکسټن د الوتکې د کارکوونکو زړورتیا وستایله

د الوتکې کارکوونکو، سنشاین، مدهوي بهوګونا او یو بل کارکوونکي د پاسپورټونو په ټولولو پيل وکړ، او کوښښ يې کاوه چې د امریکایانو پاسپورټونه راټول نه کړي.

د راټولو شویو پاسپورټونو کڅوړه يې په پټه بیا وکتله او کوم پاتې شوي امریکايي پاسپورټونه يې تر څوکیو لاندې پټ کړل.

د الوتکې یو مساپر، مایک ټکسټن په خپل یوه کتاب کې چې، هیپي سړي ته څه پېښ شول؟، نومېږي دا"د فداکارۍ یو ډېر زړور او هوښیار عمل" بللی.

"کېدای شي زه بې پرې نه اوسم خو په دې ورځ ثابته شوه چې د الوتکې دا کارکوونکي تر ټولو ښه کارکوونکې وه."

کله چې الوتکې تښتونکو امریکایان پېدا نکړل، نو د بریتانویانو په لټه کې شول. مایک يې واداره کړ چې له نورو مساپرو سره کښېني او لاسونه پر سر کېږدي. هغه وايی له یوې ټینګې لغتې پرته نور ونه ټکول شو او وروسته د ګډوډۍ په ترڅ کې له نورو سره یوځای وتښتېده.

انساني ډال

شیرین او سنشاین هغه دوه کارکوونکې وې چې ډېری وخت يې له مشر تښتوونکي زاهد حسن عبدالطیف سفاریني سره تېر کړی و. هغه څوځله سنشاین یا شیرین د ټوپک په زور د انساني ډال په توګه له ځانه سره پورتني پوړ ته وړې وه او کله چې به يې له کړکۍ بهر ته کتل هغوی به يې خپلې مخې ته درولې.

شیرین وايی: "یو ځلي هغه له وېښتانو ونیولم، مخ يې راته کړکۍ ته ټېله کړ او راته يې وویل چې بهر څه وینم. هغه وویل چې امریکايي جنګي الوتکې لټوي،"

د پان ام تښتوونکي

• د فلسطینیانو یوه اورپکه ډله، د ابو نضال سازمان، چې اوس ډېر فعاله نه دی. د الفتح سازمان څخه جلا شوې ډله ده. د امریکا متحدو ایالتونو،ا سراییل او اروپايي ټولنې له خوا د یوه ترهګريز سازمان په توګه ګڼل کېږي. ویل کېږي چې په ۱۹۷۰ او ۸۰ یمو لسیزو کې يې په سلګونو خلک وژلي او ټپیان کړي دي.

• د پان ام کارکوونکو د زړورتیا په خاطر هغوی ته په ۱۹۸۶کې د پان ام هوايي شرکت لخوا، په ۲۰۰۵ کې د امریکا د متحدو ایالتونود عدليې وزارت او په ۲۰۰۶ کې د امریکا د لوی څارنوال لخوا مډالونه ورکړل شول. هندوستان او پاکستان نیرجا بهانوټ ته له مړينې وروسته د زړورتیا مډالونه ورکړل.

• پاکستاني چارواکو د ۲۰۰۱ په سپټمبر کې د تښتونکو مشر، زاهد حسن عبدالطیف سفاریني خوشې کړ، خو امریکایانو ژر بېرته ونیوه.

• سفاریني د امریکا د متحدو ایالتونوپه زندان کې له ۱۶۰ کلونو بند څخه تراوسه ۱۲ کاله تېر کړي. نورتښتوونکي په ۲۰۰۸ کې د امریکا د متحدو ایالتونو او هندوستان د هیلو خلاف د پاکستان له زندانونو خوشي شول.

په الوتکې کې د پان ام شرکت یو میخانیک، ۲۸ کلن میهرجي خارس، په زوره واداره کړل شو چې له الوتکې بهر د مرکچیانو سره راډیويي اړیکي جوړې کړي. تر دې وخته پورې تښتوونکو باور درلود چې د الوتکې الوتلو لپاره به یو پیلوټ پيدا شي.

سنشاین وايی څوساعته وروسته د الوتکې په دویم پوړ کې سفارینی څو ځلي نرمه رویه غوره کړه او ټوکې يې کولې، دې ته يې بلنه ورکړه چې ورسره قبرص ته لاړه شي، او ژمنه يې وکړه چې لامبو به ورته زده کړي.

سنشاین بېداره پا تې شوه. یو ځلي یې په لیوالتیا سره هغه تبر ته کتل چې د بېړنیو حالاتو لپاره په یو شیشه يي صندوق کې پروت وو. سفاریني د ټوکو په منځ کې ورته پام شو، اوسملاسي يې د ټوپک خوله د سنشاین سره ته راواړوله او ويې ویل چې:

"حتی فکر يې هم و نه کړې"

بالاخره، اورپکي پوه شول چې پیلوټ نه راځي او ګواښ يې وکړ چې په هرو ۱۵ دقیقو کې به یو مساپر ووژني.

نوپور هڅه کوله خپل شاوخوا مساپر آرامه کړي او ډیلیپ بېدي چنداني خلکو ته ساندویچونه ویشل او نیرجا اوبه ویشلې.

د الوتکې یو بل کارکوونکی ماسي کاسپر وايی: "په دې ورځ، په آګاهانه یا نا آګاهانه ډول، موږ د یو ټیم په توګه سره راټول وو او د خپلې وسې سره مو خپل رول په ښه توګه ولوباوه. " سره د دې چې تښتوونکو ورونه تړلي وو او د کړکیو پردې يې ښکته کړې وې، خو څراغونه روښانه ا و ایرکانډیشن یا د هوا د پاکوونې سیستم فعال و. د ماښام په را رسېدو سره د الوتکې برېښنا په کمېدو شوه، د څراغونو رڼا کمه او د تازه سړې هوا جریان بند شو.

له تیاره نه وړاندې شېبې

میخانیک میهرجي، سفاریني ته وویل چې بېړنۍ برېښنا به نژدې ۱۵ دقیقې دوام وکړي او له هغې وروسته به په الوتکې کې تیاره وي. شیرین وايي پوهېده چې وخت په ختمېدو دی.

Image caption په دې وروستېو کې د نیرجا بهانوټ په اړه یو فلم جوړشوی چې په دې پېښه کې سخته ټپي شوې وه (تصویر د اې پي)

کله چې څراغونه خاموشه شول، د الوتکې ټول کارکوونکي او مساپر د الوتکې په منځنۍ برخه کې وو، څو تنه ورونه ته نژدې پر ځمکه ناست وو. وسله وال اورپکي دواړو اړخونو ته ودرېدل.

سنشاین وايی: "هغوې بې حوصلې شول. پر مساپرو يې ډزې پېل کړې. په تیاره کې د ډزو رڼا ښکارېده او خلکو چیغې وهلې. "

شیرین ولیدل چې میخانیک میهرجي وژل شوی.

په دې ګډوډۍ او تیاره کې، لږ ترلږه درې ورونه پرانیستل شول، خو معلومه نشوه چې چا دا کار وکړ. د الوتکې وزر ته نژدې ور په لاس پرانیستل شوی وو، په دې معنا چې بېړنۍ زینه نه وه فعاله شوې چې مساپر ځانونه پرې بهر ته وښویوي. په یو لنډ ټوپ سره کېدای شوای خلک د الوتکې وزر ته ځان ورسوي. ډېرو دا کار وکړ. نوپور او مدهوي د وزر له اړخه ځان وښویوه. ځمکه له وزره ۶ متره ټیټه وه او کله چې هغوی پرکانکریټي ځمکه ولوېدل هډوکې يې مات شول.

سنشاین او ډیلیپ هم پر وزر باندې وه، خو په تیاره کې يې نشوای لېدلای چې ځمکه څومره ټیټه ده. هغوی ولیدل چې یو بل ور په اوتوماتیک ډول پرانیستل شوی، په دې معنا چې بېړنۍ زینه هم ورسره غزېدلې.

هغوې له وزر نه بېرته الوتکې ته پورته شول او له شیرین او یو بل همکار سره يې مساپرو سره مرسته او لارښونه وکړه چې د غزېدلې بېړنۍ زینې له لارې ځانونه وباسې.

ماسي څوشېبې مخکې له همدې لارې وتلی و، او درې تنه ماشومان يې له ځانه سره ایستلي وو.

وروسته کله چې ټول مساپر د وزر له پاسه ووتل، کارکونکو یو بیساری کار وکړ. نور د ډزو غږ نه اورېدل کېده، خو نه پوهېدل چې وسله وال به چېرته وي، کارکوونکي بېرته تیارې الوتکې ته ورننوتل چې ژوندي پاتې شوي کسان ولټوي.

نیرجا ویشتل شوې وه

سنشاین نیرجا ولیدله. نیرجا د ورانه په پورتنۍ برخه کې په ګولی ویشتل شوې وه او ډېره وینه ورڅخه تله، خو بې هوښه نه وه. سنشاین ډیلیپ ته غږ وکړ چې مرسته وکړي، او دواړو نیرجا د بېړنۍ غزېدلې زینې پر لور یوړه. لومړی يې نیرجا پر زینه باندې وښویوله او ورپسې هغوی هم ټوپ کړل.

د انځور حقوق Getty
Image caption تقریبا ۱۵۰ کسان ټپیان شوي وو. (تصویر د اې اف پي)

شیرین او راني واسواني، دوه وروستي یرغملیان وو چې له الوتکې ووتل. درې تنه تښتوونکي له هوايی ډګره د تېښتې په ترڅ کې د امنیتي چارواکو له خوا ونیول شول.سفاریني لا ترهغه وخته پورې په الوتکه کې و چې د پاکستان امنیتي ځواکونه ورننوتل.

د نیرجا همکاران وايي چې د جناح روغتون ته تر رسېدو پورې هغه ژوندۍ وه.

سنشاین وايي: "هلته د جګړې د سیمې په شان ګډوډي وه، که د نیرجا پالنه شوې واې کېدای شوای تراوسه به ژوندۍ واې."

ډیلیپ وايی: "په هوايي ډګر کې مې د لومړنیو طبي مرستو د ځینو وړو وسایلو پرته کومې نورې طبي اسانتیاوې ونه ليدلې. "نیرجا له تذکرې(stretcher) پرته امبولانس ته پورته کړل شوه.

شیرین وايی کله چې هغوې بلاخره روغتون ته ورسېدل، ګډوډي بیا هم جاري وه.

"که په روغتون کې شرایط ښه وای، ښايی د نیرجا ژوند ژغورل شوی وای."

پان ام ته راستنېدل

له يوه لنډ ځنډ نه وروسته د پان ام ۷۳ الوتنې ټول کارکوونکي لږ ترلږه د څوکلونو لپاره پان ام ته بېرته ستانه شول.

کله کله هغوی په همدې الوتنه کې کار کاوه او یو بل به يې لیدل. هغوی د الوتکې تښتونې پېښې په اړه نه غږېدل.

ټولو په بېلابېلو ډولونو د دې پېښې پاېلې وزغملې. له شپږو څخه دوه تنه يې په دې صنعت کې پاتې دي.

بي بي سي سره د هغوی د مرکې په ترڅ کې، هغوې ټینګار وکړ چې هغه ورځ هلته یواځې یو اتل نه و، هغو کارکوونکو چې مرکې ورسره نه دي شوې هم په مساوي ډول مهم رول لوبولی، او هغوی غواړي چې د ترهګريزو بریدونو لکه د سپټمبر د یولسمې او د پاریس د برید څخه ژوندي پاتې شوي کسان وپوهېږي چې ژوند دوام لري.

هغوې غواړي خلکو ته داهم ووايی چې خپل ملګري نیرجا بهانوټ او میهرجي خارس يې تل یادېږي او ورپسې ډېر خپه دي.

مدهوي وايي: "[له داسې مصیبتونو څخه] ژوندي پاتې شوي کسان هره ورځ له خاطرو سره ژوند کوي. " هغه هیله لري چې د وینا له لارې "موږ ټول د خپل ژوندي پاتې کېدو د کیسو په مرسته یو له بل سره اړیکي وساتو او د وړاندې تلو په ترڅ کې د قوت او پیاوړتیا یو جوړښت رامنځته کړو. "