امریکا دوه لیبیايي بندیان له ګوانتانامو نه سنیګال ته لېږدولي

ګوانتانامو د انځور حقوق AP
Image caption په ۲۰۰۲ کال په ګوانتانامو زندان کې شاوخوا ۷۸۰ بندیان ساتل کېدل، چې پر ډېری یې رسمي تورونه نه وو لګول شوي او نه محاکمه شوي.

د امریکا دفاع وزارت "پنتاګون" ویلي، په ګوانتانامو زندان کې یې دوه لیبیايي بندیان په زندان کې له لسو کلونو تېرولو وروسته سنیګال ته لېږدولي. دا مهال په دې زندان کې ۸۹ بندیان پاتې دي.

د امریکا خبري رسنیو ویلي، د لېږدول شویو بندیانو نومونه سلیم عبدالسلام الغریبي او عمر خلیف محمد ابو بکر مهجور عمر اعلان شوي.

دا دوه بندیان د هغو۱۲ بندیانو له ډلې دي، چې په پام کې ده له ګوانتانامو زندان نه به نورو ځایونو ته لېږدول کېږي.

ددغو دوو لیبیايي بندیانو په لېږدولو سره په ګوانتانامو زندان کې اوس ۸۹ بندیان پاتې دي.

ولسمشر اوباما د ګوانتانامو زندان د تړلو هڅې پیل کړې او په دې اړه یې کانګرس ته خپل پلان هم استولی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي "په ګوانتانامو زندان کې د بندیانو د کمولو لپاره تر خپله وسه خپل پلان عملي کولو ته دوام ورکوو او دا زندان به په داسې تدریجي ډول بندوو، چې زموږ ملي امنیت ته ګواښ نه وي".

ولسمشر اوباما په ۲۰۰۹ کال د ګوانتانامو زندان د تړلو ژمنه کړې وه. د نوموړي هڅه دا ده چې د ګوانتانامو بندیان خپلو هېوادونو او یا ملکي زندانونو ته ولېږدول شي.

اوباما په تېره فبرورۍ میاشت کې دغه زندان "له امریکايي ارزښتونو سره په ټکر" کې ګڼلی و.

د امریکا د کانګرس جمهوري او دیموکرات دواړو ګوندونو غړي د ګوانتانامو زندان د تړلو په تړاو د اوباما له پلان او د امریکا خاورې ته په ترهګرۍ د تورنو بندیانو له لېږدولو سره مخالفت لري.

په ۲۰۰۲ کال په ګوانتانامو زندان کې شاوخوا ۷۸۰ بندیان ساتل کېدل، چې پر ډېری یې رسمي تورونه نه وو لګول شوي او نه محاکمه شوي.

ددغه زندان شاوخوا ۱۰۰ خوشي شوي بندیان په ۲۶ دولتونو کې مېشت دي.

ورته مطالب