لیبیا کې 'د ملي ژغورنې حکومت' واک 'ملي یووالي حکومت' ته پرېښود

د انځور حقوق Reuters

په لیبیا کې له دوو سیالو حکومتونو له ډلې یوه یې اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ رامنځ ته شوي یوه نوي حکومت ته واک سپاري.

د لیبیا د عدلیې وزارت وايي، د فایز السراج په مشرۍ د ملي یووالي حکومت طرابلس کې واک ته رسېدلی او د ملي ژغورنې حکومت له واکه لاس په سر شوی دی.

د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: ''زموږ باور دا دی چې د لوړو ملي ګټو د ساتنې، د وینې تویېدو د مخنیوي او د هېواد د خوندیتوب په خاطر له وېشنو لاس واخلو''.

السراج دا ګام وروسته تر هغه واخیست، چې لیبیا ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مارټن کوپلر ټینګار وروسته د سې شنبې په ورځ د ښاغلي سراج حکومت واک ته ورسېد.

د تېر مارچ له ۲۳ راهیسې لیبیا ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پر سفر بندیز لګول شوی و.

د انځور حقوق AFP

د السراج حکومت د پلازمېنې طرابلس په سمندرغاړې یوې اډې کې پاتې شوی و، او مخالف ایتلاف، چې پلازمېنه یې په واک کې وه، تېره اونۍ ددغه حکومت له منلو ډډه وکړه.

د السراج حکومت له بهرني ملاتړ برخمن دی.

په ۲۰۱۱ کال د معمر القذافي له لیرې کېدا وروسته لیبیا کې ګډوډي روانه ده.

د انځور حقوق AFP

له ۲۰۱۴ کال راهیسې دوه حکومتونه د هېواد پر واک سره نښتي، یو یې په طرابلس کې دی چې قوي وسله والې ملېشې یې ملاتړې دي او بل په طبرق سمندرغاړې سیمه کې دی، چې له پلازمېنې شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومتره لیرې دی.

لوېدیځو هېوادونو په لیبیا کې د ملي یووالي حکومت ملاتړ کړی ، خو د هېواد په ختیځو او لوېدیځو سیمو کې دغه حکومت د مخالفانو له سرغوږیو سره مخامخ دی.

د انځور حقوق AFP

ورته مطالب