بنګلدېش کې د 'بې دینه' نظریو لرونکی ځوان وژل شوی

د انځور حقوق epa
Image caption پولیس وايي، نظام الدین صمد د چارشنبې په ماښام په یوه ګڼه ګوڼه کې په چړو وهل شوی او بیا په ډزو وژل شوی دی.

په بنګله دېش کې یوځوان پر انټرنېټ د خپلو 'بې دینه' نظریو له څرګندولو وروسته، د پلازمېنې ډاکې په یوه څلورلاري کې وژل شوی دی. دا ځوان د قانون محصل هم و.

پولیس وايي، نظام الدین صمد د چارشنبې په ماښام په یوه ګڼه ګوڼه کې په چړو وهل شوی او بیا په ډزو وژل شوی دی.

دغه ۲۸ کلن ځوان ځوان د 'جن جاګرن' په نامه د سیکولر نظریاتو خپروونکی ګروپ چلاوه.

په تېر یوه کال کې بنګلدېش کې ځینې 'بې دینه' بلاک لیکونکي د مذهبي سخت دریځو له خوا په څو پېښو کې وژل شوي.

بنګلېدش په رسمي توګه سیکولر حکومت لري، خو منتقدین یې وايي حکومت د دا ډول بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

'زه هېڅ دین نه لرم'

د 'ډاکه ټریبیون' په نامه خبري آژانس د پولیسو له خولې ویلي، درو موټرسایکل سپرو کسانو پر صمد برید وکړ او بیا یې هغه په ډزو وواژه.

د انځور حقوق AP
Image caption د تېر مارچ پر ۲۸مه، د بنګلدېش مذهبي مشرانو او اسلامي ډلو ډاکه کې د هغې غوښتنې پرضد لاریون وکړ، چې اسلام دې د هېواد رسمي دین نه وي.

پولیسو د برید کوونکو هویت نه دی پېژندلی او نه یې هم د برید تر شا د مذهبي سخت دریځۍ لامل په ډاګه کړی.

صمد په 'جاګنات' پوهنتون کې د قانون محصل و، او پر فیسبوک یې د مذهبي سخت دریځۍ پروړاندې یو ګروپ هم مخته وړه.

نوموړي د خپل فیسبوک پر خپل پروفایل لیکلي وو: ''زه هېڅ دین نه لرم.

تېر کال، بنګلدېش کې څلور مخکښ سیکولر وېبلاګ لیکونکي په چړو ووژل شول. یو یې پخپل کور کې وژل شوی و.

دا ټول وژل شوي په ۲۰۱۳ کال د اسلامي ډلو له خوا د ۸۴ 'بې دینه بلاګرو' په لیست کې شامل شوي وو.

بنګلدېش یو اسلامي هېواد دی، چې په وروستیو کې ددغه هېواد سترې محکمې له هغې غوښتنې سره مخالفت وکړ، چې ګني هلته دې اسلام رسمي دین نه وي.

د انځور حقوق AFP
Image caption بنګلدېش کې د نرسانو د سوله ییز لاریون پروړاندې پولیسو له تاوتریخوالي کار واخیست.

د خپلواکۍ پرمهال، د بنګلدېش مشرانو ټینګار وکړ چې دا هېواد باید یو دیموکراتیک او سیکولر نظام ولري، خو په ۱۹۸۸ کال ددغه هېواد پوځي دیکتاتور محمد ارشاد ظاهراً د خلکو د ملاتړ جلبولو په پلمه، اسلام د بنلګدېش د رسمي دین په توګه په اساسي قانون کې وراضافه کړ.

په ۲۰۱۱ کال، د بنګلدېش دولت د اساسي قانون یوې مادې ته دا هم وراضافه کړل، چې د دې هېواد سیاسي نظام به پر سیکولریزم (بې دینۍ) ولاړ وي.

بنګلدېش له پاکستان نه تر خپلواکۍ اخیستو وړاندې تر ۱۹۷۲ کال پورې د ختیځ پاکستان په نامه یادېده. بنګلدېش د نړۍ له ډېرو بې وزله هېوادونو دی.

ددغه هېواد د وګړو شمېر تر ۱۶۰ میلیون ډېر دی، چې نژدې ۹۰ سلنه یې مسلمانان او نور پاتې هندوان، بودایان، مسیحیان او د نورو مذهبي لږکیو اړوند دي.

ورته مطالب