البشیر له بي بي سي سره: بلې مشرۍ ته نه نوماندېږم

البشیر
Image caption البشیر وايي، دارفور ته په وروستي سفر کې تود هرکلی یې ددې څرګندويي کوي چې ګني ده یې پر وګړو ظلم نه دی کړی او دوی مینه ورسره لري.

د سودان ولسمشر عمر البشیر بي بي سي ته ویلي، د ۲۰۲۰ کال په راتلو سره به له واکه لاس په سر شي او بل ځل ولسمشرۍ ته به ځان کاندید نه کړي او په دې سره به راتلونکي ولسمشر ته سیاسي لاره هواره کړي.

نوموړي ویلي، د نړیوالو جرمونو څېړونکې محکمې له خوا پر ده د لګول شویو جنګي جرمونو او په دارفور کې د ډله ییزې وژنې د تورونو په اړه اندېښنه نه لري.

دی وايي، دغو تورونو د دې پرځای چې شان او شوکت یې مات شي، په سودانیانو کې لا ډېره مینه وال پیدا کړي وي، چې په وینا یې همدا یې تېر کال په ټاکنو کې د بریالیتوب یوه نښه وه.

البشیر وايي، دارفور ته په وروستي سفر کې تود هرکلی یې ددې څرګندويي کوي چې ګني ده یې پر وګړو ظلم نه دی کړی او دوی مینه ورسره لري.

نوموړی وايي، د هېواد د ولسمشر په توګه پرې لګول شوي تورونه کوم منفي اغېز نه کوي، او ده چین، جنوبي افریقا او اندونیزیا ته د سفرونو پرمهال د نړیوالې محکمې له خوا د نیول کېدو د ګواښ پروړاندې مقاومت کړی، خو د امریکا د وېزې غوښتنې یې رد شوې دي.

Image caption د ۲۰۱۵ کال جون کې سودان ته د ښاغلي البشیر له ستنېدا وروسته، د هغه ملاتړو د نړیوالو جرمونو د محکمې نمایشي تابوت ولېږداوه

البشیر دا هم وايي، دارفور ولایت اوس له یاغیانو پاک شوی دی.

دی دا نه مني چې ګني د سودان وسله والو ځواکونو په وروستیو جګړو پر دوو ښارونو بمباري کړې او کلي یې سېځلي دي.

د سودان ولسمشر له بي بي سي سره په خبرو کې دا هم ویلي، چې اوس په دارفور کې امنیتي او بشري وضعیت ښه شوی او هلته د نړیوال ګډ ماموریت 'یونامید' او نورو بشري ډلو د حضور اړتیا نه شته.

دی وايي، د سودان حکومت ژمن دی چې شاوخوا ۱۶۰ زره بې ځایه شویو ته مرستې ورسوي، خو د ملګرو ملتونو له خوا یې د کډوالو هغه شمېره رد کړه چې وايي میلیونونه وګړي بې ځایه شوي.

Image caption البشیر وايي، دارفور ته په وروستي سفر کې تود هرکلی یې ددې څرګندويي کوي چې ګني ده یې پر وګړو ظلم نه دی کړی او دوی مینه ورسره لري.

ولسمشر بشیر له لوېدیځ او امریکا وغوښتل چې په سودان کې د وضعیت ارزونه کې له انصافه کار واخلي، چې په وینا یې حکومت یې په سوېلي کردفان، ژیړ نیل، او دارفور سیمو شخړمنو سیمو کې د سولې لپاره ډېرې هلې ځلې کړې دي.

ورته مطالب