سوريه کې داعش "سلگونه" کسان تښتولي

د سوريې پلازمېنې دمشق سره نزدې د سمټو په يوې فابريکې له بريد وروسته لږ ترلږه ٢٠٠ کسان لادرکه دي. داسې شک کېږي چې دا بريد د اسلامي دولت نومې ډلې يا داعش ترسره کړى دى.

د راپورونو له مخې د فابريکې کارکوونکي د ضمير ښارگوټي کې وو چې له بريد وروسته وسلوالو له ځان سره بولي دي.

د فابريکې يوه کارونکي ويلي دي چې بريد د دوشنبې په ورځ شوى، له هغې وروسته هيڅ يو نه دى توانېدلى چې خپلو کورنېو سره اړيکه ټينگه کړي.

په تېرو څو ورځو کې د ضمير ښار گوټي شا و خوا کې د حکومتي ځواکونو او داعش د وسلوالو ترمنځ سختې نښتې شوې دي.

د سوريې دولتي تلويزون د صنايعو د وزارت د يوې سرچينې له خلې ويلي دي چې له فابريکې څخه د٣٠٠ کارکوونکي او قرارداديان تښتول شوي دي.

د تښتول شوو شمېرو په اړه بېابېل راپورونه ورکړ شوي دي. دغه راز په دې اړه مختلفونه راپورونه دي چې تښتونکي څوک دي . يوه راپور کې تښتوونکې ډله د جيش تحريرالشام په نوم ياده شوې ده.

د راپورونو له مخې د تښتول شوو د خلاصون لپاره غيرمستقيم خبرې روانې دي.