انگلستان کې يو اوه کلن افغان له بند کانتينر څخه ژغورل شوى

Image caption پوليسو د مرستندويه ادارې له معلوماتو وروسته لارۍ وموندله.

په انگلستان کې يواوه کلن هلک په يوې لارۍ له بند کانتينر څخه ژغورل شوى دى.

نوموړى هغه مهال وژغورل شو چې د امريکا متحده ايالتو کې يې ديوې مرسته کوونکې ادارې غړې ته د موبايل له لارې ليکلى پيغام ولېږلو.

دا هلک چې احمد نوميږي١٤ نورو کسانو سره د فرانسې د کالې له کمپ څخه په يوې لارۍ کې برېتانيا ته راروان شوي و.

چارواکي وايي چې ټول کسان اوس له روغتيايي پلوه روغ جوړ دي.

يوې مرستندويه ادارې په کالې کې احمد ته دا موبايل تيليفون ورکړى و. هغه په ماتې گډې انگليسي ددې مرستندويه ادارې يوې غړې، ليز کلېگ، ته يو پيغام کې ليکلي و" چې په لارۍ کې اکسيجن په تمامېدو دي او ساه يې بنديږي".

د مرستندويې ادارې دا غړې په نيويارک کې يوه کانفرانس کې وه، خو سم لاسي يې په برېتانيا کې د يوې مرستندويه کار کوونکې، تانيا فريډمېن، له لارې چارواکي خبر کړل. برېتانوي چارواکو دا لارۍ معلومه او د احمد په گډون ١٥ کسان چې دنورو عمرونه له ١٨ کالو زيات ښودل شوي وژغورل. پوليسو يو تن لاقانونه کډوالۍ سره د مرستې په تور نيولي دي.

په ماته گډه انگليسي ددې ليکلي پيغام متن په دې ډول وو"I ned halp darivar no stap car no oksijan in the car no sagnal iam in the cantenar. Iam no jokan valla".

ددې معنى ده" زه مرستې ته اړتيا لرم، موټرچلوونکى موټر نه ودروي، اکسيجن نشته، موبايل انتن هم نه ورکوي، زه په کانتينر کې يم، په الله قسم ټوکې نه کوم".

کډوالو سره د مرستې په نوم دا ټولنه وايي چې " د کوچنيانو خونديتوب لپاره هغوى ته موبايل تيليفونونه ورکوي".

ددې کسانو له ژغورل کېدو وروسته اغلې فريډمېن بي بي سي ته وويل" ليز په هماغې شمېرې دې هلک ته زنگ ووهلو، هلک ته يې وويل چې ارام اوسي"

وروسته اغلې فرېډمېن د انگلستان د کېڼت د سيمې پوليس خبر کړل او د پښتو د يوۀ ژباړونکي په مرسته يې هلک سره خبرې وکړې، لارۍ يې معلومه کړه او هغوى يې وژغورل.

نوموړي وايي " د هلک ژوند خطر کې و، نن د ډيرو کسانو ژوند وژغورل شول".

د فرانسې کالې کمپ کې د کډوالو يو لوى شمېر ي کوچنيان دي. بريتانيا کې مرستندويه ادارې هڅه کوي حکومت دې ته قانع کړي چې کم عمره کوچنيانو ته په برېتانيا کې د پناه اجازه ورکړي.