بلجيم د بريدونو په تړاو څلور کسان تورن پېژندلي

د انځور حقوق belgium police
Image caption محمد ابريني د "ترهګرۍ" په کړنو تورن پېژندل شوی دی

د بلجيم محکمې اعلان کړی چې د تېر کال نوامبر مياشتې پاريس ښار بريدونو يو اصلي شکمن کس محمد ابريني د دريو نورو کسانو سره د "ترهګرۍ" په کړنو تورن پېژندل شوی دی.

د دغه راپور له مخې د بلجيم پوليسو د جمعې په ورځ (۸ اپرېل) په بروکسل کې د يو لړ عمليات په ترڅ کې ۶ کسان نيولي وو، محمد ابريني د څلورو کسانو په ګډون په "ترهګرۍ" تورن شوی دی.

پوليسو دوه نور کسان بېرته خوشي شوي دي.

په محمد ابريني سربېره درې نور کسان "اسامه ک"، "هرو بي اېن" او "بلال ايي اېم" هم د "ترهګرۍ" تور لګېدلی دی.

د راپورونو له مخې د سويډن اوسېدونکی "اسامه ک" هغه کس دی چې په مېټرو تم ځای کې د ځانمرګي بريدګر سره د مارچ پر ۲۲ ليدل شوی و.

پلټونکي وايي نوموړي او د بروکسل هوايي ډګر بريدګرو په يوه ورځ يو ډول بکسونه اخيستې وو.

ويل کېږي "اسامه ک" هغه کس دی چې په ويډيو کې د بريدګرو تر څنګ هم ليدل شوی دی.

نوموړی د سوريې جعلي پاسپورټ په لرلو سره له دغه هېواده يونان ته ننوتلی و.

تېره مياشت د بروکسل په دوو بريدونو کې لږ ترلږه ۳۲ کسان وژل شوي وو.

د دغو بريدونو پړه "اسلامي دولت" نومې ډلې پر غاړه اخيستې وه او همدا ډول دغې ډلې ويلي وو، د پاريس بريدونه چې ۱۳۰ کسان په کې وژل شوي هم دوی ترسره کړي دي.

په عيني حال کې پوليسو د بروکسل په ايټربيک سيمه کې د پلټنې عمليات پيل کړي او خلک يې له کورونو ايستلي دي.

محمد ابريني مراکش اصله بيلجيمی دی او ويل کېږی چې د صالح عبدسلام سره يوځای د تېلو پر پمپ هم ليدل شوی دی.

ورته مطالب