د زلمي خلیلزاد "استازی" کتاب لنډه پېژندنه

د انځور حقوق
Image caption "استازي" کتاب په ډاګه کړې ده،‌ چې پر عراق د برید لپاره پلان له وړاندې جوړ شوی و،‌ چې هدف یې د صدام حسین پرځول او د یوه بدیل حکومت جوړول وو.‌

افغان الاصله امریکایي دیپلومات او په افغانستان او عراق کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد پخپل تازه "استازی.. له کابله تر سپینې ماڼۍ په یاغي نړۍ کې زما سفر" کتاب کې ژوندلیک،‌ یادښتونه او مهمې پېښې انځور کړې دي.

خلیلزاد پخپل کتاب کې په جزئیاتو سره د امریکا پر سیاسي او پوځي پرېکړو رڼا اچولې ده. نوموړي خپل یادښتونه د یوه دیپلومات د تېرو خاطرو په بڼه څرګند کړي دي. په تېره بیا هغه مهال چې د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د واکمنۍ پرمهال د ملي امنیت د چارو سلاکار و،‌ بیا د ۲۰۰۲ کال پای کې د عراقي "ټلوالې" لپاره د امریکا ځانګړی استازی شو.‌

زلمی خلیلزاد په افغانستان،‌ عراق او ملګرو ملتونو کې هم د امریکا سفیر پاتې شوی.

"استازي" کتاب په ډاګه کړې ده،‌ چې پر عراق د برید لپاره پلان له وړاندې جوړ شوی و،‌ چې هدف یې د صدام حسین پرځول او د یوه بدیل حکومت جوړول وو.‌

له بریمر سره اختلاف

خلیلزاد پخپل کتاب کې پر عراق د امریکا له یرغل وروسته پړاو ته هم کتنه کړې ده،‌ او په بغداد کې یې د امریکا له پوځي قومندان پال برېمر سره پر اختلاف هم رڼا اچولې ده،‌ چې وايي "ډېرې تېروتنې په عراق کې د ګډوډۍ جوړېدو لامل شوې".‌

خلیلزاد په واشنګټن کې د خپل کتاب د مخکتنې په غونډه کې،‌ چې د نړیوالو او ستراتیژیکو څېړنو مرکز جوړه کړې وه،‌ په دې اړه وویل،‌ په عراق کې ناورین رامنځ ته کوونکو تېروتنو ـ چې مخنیوی یې هم شونی و ـ سیاسي ګډوډۍ ته لاره هواره کړه.‌

د انځور حقوق AP
Image caption زلمی خلیلزاد په افغانستان،‌ عراق او ملګرو ملتونو کې هم د امریکا سفیر پاتې شوی.

دی وايي امریکا کولی شوای په عراق کې د نظام د ټینګښت،‌ امنیت راوستلو او د پولو د ټینګولو لپاره خپل زرګونه سرتېري مېشت کړي،‌ چې د عراق پوځ هم په دې کې د (نه) ځواب نه شوی ورکولی،‌ بلکې هرکلی یې کاوه،‌ خو داسې ونه شول،‌ بلکې د عراق پوځ ړنګ شو.‌

ایران ته خبراوی

خلیلزاد وايي، واشنګټن پر عراق له برید وړاندې ایران خبر کړی و او له یرغل مخکې او وروسته یې پټې کتنې هم ورسره لرلې. خلیلزاد وايي، په ژنیوا کې یې هغه مهال په ملګرو ملتونو کې د ایران له سفیر او د بهرنیو چارو له اوسني وزیر محمد جواد ظریف سره څو ځلې خبرې وکړې.‌

خلیلزاد وايي، ښاغلي ظریف ژمنه وکړه چې د ایران په هوايي حریم کې به د امریکايي الوتکو پر تېرېدو ځان ناګاره ګڼي.

همدې موضوع ته ایران الاصله امریکایي لیکوال تریتا پارسي پخپل (خائن ایتلاف: ‌د امریکا ایران او اسرائیلو پټې معاملې) کتاب کې هم اشاره کړې، ‌چې وايي: "په ایراني اړخ کې ملګرو ملتونو کې د ایران د سفیر جواد ظریف په ګډون لوړپوړو سیاسي شخصیتونو د خبرو مشري کوله. خو په امریکايي لوري کې د هغه سیال افغان الاصله امریکایی سفیر زلمی خلیلزاد و،‌ چې په فارسي یې روانې خبرې کولې،‌ او له بوش سره له ټینګو اړیکو برخمن و.

‌ځینو ایراني مرکچیانو انګیرله چې خلیلزاد ډېر شاکي دی، او د دوی باور دا و چې دغه سړي په افغاني لهجه په انګلیسي خبرې کولې او هڅه یې دا وه چې په خبرو کې په ډېرې مبالغې سره د سختو دریځونو نیولو له لارې د یوه افغان کډوال په توګه د جبران هڅه کوي".

ښاغلی تریتا وړاندې لیکي: ‌"که څه هم د نویو محافظه کارانو غوسه پارېدلې وه، خو ‌په ژنیوا کې د ظریف او خلیلزاد ترمنځ بحثونه روان وو.‌ د مې پر ۳ مه، او مخکې له دې چې تهران وپوهېږي سپینې ماڼۍ یې وړاندیز رد کړی دی، ظریف او خلیلزاد په عراق کې د روان وضعیت په تړاو بحثونه پیل کړي وو. پنتاګون خلیلزاد ته خبرداری ورکړی و چې ګني د القاعده شبکه شاید په عربي خلیج کې د امریکايي ځواکونو پرضد د یوه نژدې برید لپاره خپل شایعات خپاره کړي.‌ خلیلزاد ته امر وشو، چې له ایران نه د القاعدې د هغو فعالانو له خوا د معلوماتو ترلاسه کولو په تړاو مرسته وغواړي چې ایران ددغو شایعاتو د سپیناوي په خاطر نیولي وو".

خلیلزاد پخپل کتاب کې دا هم وايي، چې پر عراق د امریکا له برید وروسته بغداد کې د واک د راتلونکې په اړه له ایران سره خبرو ته دوام ورکړل شو،‌ او ایران په ټینګه په تبعید کې د ټلوالې د حکومت پر جوړېدو او د صدام حسین"بعث" کمونیستي ګوند د جرړو پر ایستلو ټینګار درلود.

د ایران بله غوښتنه دا وه چې د عراق امنیتي ځواکونه دې له سره ورغول شي،‌ خو خلیلزاد په دې مسله کې پښه نیولی او محافظه کاره ښکارېده.‌

تهران او القاعده

خلیلزاد پخپل کتاب کې دا مسله هم روښانه کړې،‌ چې امریکا خبره وه له افغانستان نه د القاعدې شبکې ځینو تښتېدلو مشرانو او غړو ته ایران کې پناه ورکړل شوې او یا هلته په بند کې دي.‌ وايي ظریف په ایران کې د القاعدې شبکې د غړو په مقابل کې په عراق کې د "خلق مجاهدین" د غړو د تبادلې وړاندیز وکړ، خو سپینې ماڼۍ یې وړاندیز رد کړ.

تریتا پارسي هم په ۲۰۰۶ کال پخپل کتاب کې دې موضوع ته په اشارې سره لیکلي چې د خلیلزاد او ظریف ترمنځ‌ خبرې آن په ایران کې د القاعدې د نیول شویو غړو او په عراق کې د ایران مخالفې "خلق مجاهدینو" د غړو په اړه د استخباراتي معلوماتو تر تبادلې پورې هم ورسېدې:

د انځور حقوق AP
Image caption خلیلزاد وايي، ښاغلي ظریف ژمنه وکړه چې د ایران په هوايي حریم کې به د امریکايي الوتکو پر تېرېدو ځان ناګاره ګڼي.

"ظریف یو منځلاری‌ حل وړاندې کړ:‌ که چېرې واشنګټن ایران ته په عراق کې د خلق مجاهدینو د جنګیالیو نومونه ورکړي، نو ایران به امریکا ته په ایراني زندانونو کې د القاعدې د نیول شویو فعالانو نومونه وړاندې کړي. که څه هم دغه وړاندیز وانه ورېدل شو، خو دواړو دیپلوماتانو ددغې مسلې او په اړه یې د لا نورو جزییاتو شریکولو په موخه د مې پر ۲۵ مه د بلې ناستې پر سر هوکړه وکړه".‌

خلیلزاد پخپل کتاب کې لیکي، وروسته تر هغه چې په ۲۰۰۵ کال بغداد کې د امریکا د سفیر په توګه وګومارل شو،‌ هڅه یې دا وه چې له ایران سره د "پټو" خبرو چینل ته دوام ورکړي، خو وايي له یاد کال وروسته تر ډېره د عراقي چارواکو او عراقي شیعه ډلو له لارې له ایران سره د امریکایانو اړیکي نیول کېدل.‌

ورته مطالب