مهدي کروبي: علني مې محاکمه کړئ

مهدي کروبي د انځور حقوق Reuters

د لومړي ځل لپاره د ایران د ۱۳۸۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو یوه معترض کلابند مشر خپل لیکلی پیغام خپور کړی.

مهدي کروبي په لیک کې د ایران له ولسمشر غوښتي چې په یوه علني محکمه کې یې دې محاکمه کړي.

ښاغلي کروبي په لیک کې، چې د شنبې په ورځ په "سحام نیوز" وېبپاڼه کې خپور شوی، لیکلي: "نه له تا نه د کلابندۍ د لیرې کولو غوښتنه لرم او نه هم دا کار ستا اختیار بولم. خو له تا غواړم هغه مسؤولیت چې اساسي قانون او خلکو ستا پر اوږو اېښی، له ظالم حاکمیت وغواړئ چې زما علني محاکمه د اساسي قانون د ۱۶۸ اصل مطابق جوړه شي".

د ایران د اساسي قانون د ۱۶۸ اصل پربنسټ، د سیاسي جرمونو ارزونه باید په علني محکمه او د منصفه پلاوي په حضور کې ترسره شي.

مهدي کروبي د ۱۳۸۹ کال له پیله د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د اعتراض په دوام، په کور کې کلابند شوی.

یو بل مخالف مشر میر حسین موسوي او د هغه مېرمن زهرا رهنورد هم له ورته برخلیک سره مخامخ شوي وو.

ښاغلي کروبي ټینګار کړی چې د علني محاکمې پایله یې "په سترګو او زړه منلې ده".

د کروبی په لیک کې دا هم راغلي، چې له ۱۳۸۹ تر ۱۳۹۲ کال پورې (د درو کلونو لپاره) د کلابندۍ په موده کې دی بېلابېلو ځایونو ته لېږدول شوی، او له ۱۳۹۲ کال راهیسې تر اوسه پخپل شخصي کور کې د امنیتي کسانو تر څارنې لاندې شپې او ورځې تېروي.

د بي بي سي د سیاسي چارو شنونکی حسین باستاني وايي: "دغه لیک داسې مهال خپور شوی، چې د ۱۳۸۸ کال له ټاکنو د شپږو کلونو په تېرېدو سره، د ایران د اسلامي جمهویت مشر او هغه ته منسوبو کسانو لاهم د ټاکنو بحث نه دی پرېښی او په بېلابېلو مناسباتو کې پر خپلو مخالفانو بېلابېل تورونه لګوي".

+ د ایران ولسمشریزې ټاکنې: مسائل او اختلافات

ورته مطالب