"بوکو حرام په ډېرېدونکې ډول ماشومان ځانمرګوبريدونو کې کاروي"

د انځور حقوق AFP

ملګري ملتونه وايي د بوکوحرام "اورپکې ډلې" له خوا په ځانمرګو بريدونو کې د ماشومانو په کارولو کې زياتوالی راغلی دی او نژدې په هرو پنځو ځانمرګو بريدونو کې يو د ماشوم له خوا ترسره کېږي.

ملګري ملتونه وايي په کمېرون، نايجريا او چاد کې د بوکو حرام له خوا په ځانمرګو بريدونو کې د ماشومانو کارول د تېر کال په پرتله ل١٠ ځله ډېر شوی دي، يونېسف وايي پروسږ کال ۴۴ ماشومان په ځانمرګو بريدونو کې کارول شوي دي، دوی وايي په ۲۰۱۴ کال کې دا شمېره يوازې څلور وه.

دوی وايي اوس په هرو پنځو ځانمرګو بريدګرو کې يو يې د ماشوم له خوا ترسره کېږي چې درېيمه برخه يې نجونې دي.

په دغه اووه کلنه جګړه کې چې ډېر زيان يې د نايجريا د شمال په ګډون ګاونډيو هېوادونو ته هم اړولی تراوسه شاوخوا ۱۷ زره کسان په کې وژل شوي دي.

يونېسف وايي په زيانمنو شويو هېوادونو چاد، نايجريا، کمېرون او نايجر کې ۱،۳ ميليونه ماشومان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې دغه راپور په داسې وخت کې خپور کړی چې د نايجريا په چبوک کې د ښوونځي څخه له ۲۰۰ زياتو تښتول شويو نجونو د تښتونې له پېښې دوه کال پوره کېږي.

د نجونو د تښتونې له پېښې وروسته يې د خلاصون لپاره په نړيواله کچه کمپاين شوی و، خو تراوسه هم ځينې نجونې د دغې ډلې له منګولو نه دي ازادې شوې.

د دغې ادارې د رپورټ له مخې تښتول شوي او يا هم نوي ګومارل شوي ماشومان د وفادارۍ د ښودلو لپاره پر خپلو کورنيو بريدونو ته اړ ايستل کېږي او نجونې "د جنګياليو له خوا له جنسي تېري او واده کولو له پېښو سره مخ کېږي".

د راپور په وينا په ځانمرګو بريدونو کې د نجونو د کارولو لپاره نشه يي توکي ورکول کېږي او له هغه وروسته يې له بدن سره چاودېدونکي توکي تړل کېږي.

ویل کېږي د ماشومانو ځانمرګو بريدګرو شمېر په کمېرون کې تر ټولو ډېر دی، په دې ډول بريدونو کې تر اته کلنو پورې ماشومان شامل دي.

ورته مطالب