'تیت و پرک جګړو' سره سره لا هم د یمن اوربند ترډېره ټینګ دی

د انځور حقوق AFP
Image caption د اپرېل په ۱۱مه په عدن ښار کې خلک او پوځيان

سره له دې چې د یمن له ځینو سیمو د جګړو راپورونه ورکول کېږي، خو داسې ښکاري چې په دې هېواد کې د جګړې پایته رسېدو په موخه د یکشنبې له شپې رامنځته شوی اوربند لا هم تر ډېره ټینګ دی.

د ملګرو ملتونو ویاند اسټیفن دوجاریک په نیویارک کې وویل، د "تیت و پرک تاوتریخوالو" سربېره، هغه اوربند چې د ملګرو ملتونو به منځګړتوب پرې هوکړه شوې، په پام کې نیول شوی دی.

دا اوربند په یمن کې د سولې خبرو اترو پیلامه ده چې د عربستان او ایران ملاتړ لرونکو د جګړې دواړو لوریو ترې ملاتړ کړی دی.

د یمن دولت د اوربند پیلېدو ساعت وروسته په تعز او معاریب ښارونو کې حوثي یاغیان د اوربند په ماتولو تورن کړل.

د ۲۰۱۵ کال په مارچ میاشت کې د یمن دولت په ملاتړ د سعودي په مشرۍ ایتلاف لخوا د هوایي بریدونو له پیله تراوسه له ۶۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

ملګري ملتونه وایي، ډېر وژل شوي کسان ملکیان دي او ډېره برخه یې د ایتلاف په هوایي بریدونو کې وژل شوي دي.

دا جګړه همداراز په یمن کې د بشري ناورین لامل شوی، داسې چې نږدې دوه میلیونه کسان بیځایه شوي او ددې هېواد ۸۰ سلنه خلک مرستو ته اړ دي.

د جګړې دواړو لوریو ویلي، ددې اوربند درناوی کوي، خو د دفاع حق خوندي ساتي.

د تعز ښار اوسېدونکي چې د یاغیانو لخوا کلابند وو، د اوربند تر پیلېدو ساعت وروسته یې حوثیان د هاوان لګېدو مسوول وبلل چې له امله یې یو کس ووژل شو او څلور نور ټپیان شول.

د انځور حقوق EPA
Image caption ملګري ملتونه وایي، د یمن ۸۰ سلنه خلک مرستو ته اړ دي.

بلخوا یاغیانو ویلي، په تعز کې لږ ترلږه یو هوایي برید ترسره شوی او دولت ته وفاداره کسان یې د صنعا په شمال او سوېل او د هېواد به سوېل کې د اوربند په نقض کولو تورن کړل.

د یمن په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي اسماعیل شیخ اولد وویل، د دښمنیو پایته رسېدل "حیاتي، بیړنی دی او ډېره اړتیا ورته لیدل کېږی."

ورسره کویټ کې د اپرېل ۱۸ مې سولې خبرو لپاره هڅې شروع شوي دي.

دا خبرې به پر پنځو موضوع ګانو ورټولې وي: د وسله والو ډلو شاته تګ، دولت ته د درنو وسلو سپارل، موقتي امنیتي ترتیبات، د دولتي بنسټونو بیا فعالېدل او په هېواد کې د پراخ سیاسي ډیالوګ بیا پیلول.

ورته مطالب