امریکايي محکمه د سي آی اې ربړونې اړوند قضیې څېړي

د انځور حقوق Getty

د امریکا فدرال ادارې یوه قاضي منلې چې د سي آی اې لخوا پوښتنو ګروېږنو کې د تورنو کسانو د ربړولو اړونده قضایي دعوا وڅېړي.

دا ربړونې او د پوښتنو ګروېږنو ناوړه روشونه القاعدې سره پر تړلو شکمنو کسانو ترسره شوي دي.

د امریکا د مدني آزادیو ټولنې د سي آی اې د درېیو پخوانیو زندانیانو په استازیتوب له دوو ارواه پوهانو جیمز اې میچل او جان بروس جسن شکایت کړی او هغوی یې تورن کړي چې له شکنجه کولو یې ملاتړ کړی او ددې روشونو روزنه یې ورکړې.

ددغو دوو ارواپوهانو وکیلانو وویل چې هغوی یواځې د شکنجې پروګرام طرحه کړی خو په ترسره کېدو کې یې هېڅ ونډه نه ده لرلې.

د امریکا د مدني آزادیو ټولنه وایي، دغو دوو کسانو د القاعده په تړاو هېڅ تخصص نه درلود.

له ۱۰۰ ډېر زندانیان د هغه څه په اوږدو کې چې وروسته د ترهګرۍ پرضد جګړه وبلل شوه، شکنجه شول.

اوبو کې د غرقېدو حس القاح، له طبي اړتیا پرته تنقیه، د تابوت په څېر صندوق کې بندول، بیخوبی ان تر ۱۸۰ ساعتونو، د وژنې ګواښ او د کورنۍ د غړو ځورولو ګواښ له هغو روشونو دي چې د سي آی اې مامورینو له دغو کسانو د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره ترې کار اخستي.

په اوبو کې ښکته کولو سره ربړېدونکی هر ځل ساه اخستو سره د هوا پرځای اوبه سږو ته وړي.

جورج بوش د خپلې ولسمشرۍ پرمهال له تورنو کسانو د پوښتنو ګروېږنو پرمهال اوبو کې دننه کولو تخنیک اجازه ورکړې وه.

ملګري ملتونه د څېړنو پرمهال له دې ډول روشونو کار اخستل یو ډول ربړونه بولي.

په ۲۰۱۲ کال کې د امریکا عدلیې وزارت اعلان وکړ، د سي آی اې هغه مامورین به محاکمه نه شي چې ددې پروګرام مسوول وو.

د امریکا مدني آزادیو ټولنې وړاندې غوښتي چې د امریکا پخواني ولسمشر جورج بوش دولت چارواکي چې په دغو ربړونو کې یې نقش درلود، محاکمه شي.

ورته مطالب