د برازیل پارلمان د ولسمشرې د استیضاح طرحه تصویب کړه

Image caption دا دویم ځل دی چې مېرمن روسېف د ولسمشرې په توګه په واک کې ده.

د برازېل پارلمان ددې هېواد د ولسمشرې دېلما روسېف د استیضاح کولو طرحه تصویب کړه.

استیضاح غوښتونکې ډلې له ۵۱۳ رایو د نصاب دوه پر درېیمه برخه ۲۴۳ رایې ترلاسه کړي دي.

په پارلمان کې د کارګر حاکم ګوند مشر وړاندې د ماتې خوړلو خبره کړې وه.

نو په دې توګه، د استیضاح مجوز په رسمي ډول صادر شو او تر نژدې یوې میاشتې به په سنا مجلس کې د استیضاح طرحه مطرح شي.

که سنا مجلس هم له دې طرحې سره هوکړه وکړي، نو چپ اړخې ولسمشره دیلما روسېف باید شپږو میاشتو کې له واکه لرې شي ترڅو په سنا مجلس کې تورونو ته رسما ځواب ورکړي.

په دې صورت کې به د مرستیال ولسمشر میشل تمر به مشرۍ ښې اړخې منځلارې ډله واک په لاس کې ونیسي. ښاغلی تمر خپله هم د مالي فساد له تورونو سره مخامخ دی او د هغه د استیضاح امکان هم مطرح دی.

د مېرمن روسف د ګارګرانو ګوند له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې په برازیل کې واک چلوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption استیضاح غوښتونکې ډلې له ۵۱۳ رایو د نصاب دوه پر درېیمه برخه ۲۴۳ رایې ترلاسه کړي دي.

مېرمن روسېف له ۲۰۱۰ کال راهیسې ولسمشره ده او د عمومي هوساینې پروګرام له امله په خلکو کې ډېر محبوبیت پیدا کړی دی، خو د ځېنو نظرپوښتنو له مخې، اوسمهال نژدې ۱۰ سلنه خلک د هغې له کارونو نارضایتي ښيي.

د برزیل پارلمان یو غړی چې د ولسمشرې له ملاتړو دی وایي، د هغه ډېرو همکارانو دیلما روسېف ته "خیانت کړی دی."

د چپ اړخې ولسمشرې پلویانو او مخالفینو د یکشنبې په ورځ په پلازمېنه او څو نورو ښارونو کې پر لاریونونو لاس پورې کړ.

۶۸ کلنه مېرمن روسېف تورنه ده چې په قصدي توګه یې هڅه کړې د خپل دولت بودیجې کسر چې د ډېرېدو په حال کې دی، پټ کړي.

د برزیل لومړنۍ ښځينه ولسمشره همداراز تورنه ده چې په ۲۰۱۴ کال کې د فیفا مالیاتي بښنې قضیې د قضایي څېړنې مخنیوی کړی دی.

مېرمن روسېف دا تورونه بې بنسټه بولي. هغې خپل مخالفین په تېره بیا د پارلمان رییس ادواردو کونیا او مېشل تمر تورنوي چې هڅه کوي د "کودتا" له لارې هغه له واکه وغورځوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د دېلما روسېف مخالفینو زېړې او زرغونې جامې اغوستي دي.

د پارلمان د یکشنبې ورځې ناسته چې په ژوندۍ ډول له راډیو او ټلویزیون څخه خپرېده ډېره ترېنګلې وه.

د دواړو ډلو ځېنو غړو یو پر بل ګوزارونه هم وکړل او په پرلپسې ډول یې یو د بل د خبرو پروخت شعارونه ورکول، سندرې یې ویلي او لفظي بریدونه یې کول.

نژدې ۱۸ زره کسان چې د مېرمن روسېف د لرې کېدو ملاتړي وو، د پارلمان ودانۍ بهر راټول شوي وو.

د مېرمن روسېف نژدې ۹ زره ملاتړي هم په سیمه کې حاضر شول. د دواړو ډلو ترمنځ فلزي دیوال پورته شوی و، ترڅو له نښتې مخنیوی وشي.

د راپورونو له مخې، د دواړو لوریو نژدې ۳ زره پلویانو د ریودیجنیرو ښار کې لاریون وکړ چې له تاوتریخوالي پرته ترسره شو.

د انځور حقوق Ricardo Senra
Image caption د مېرمن روسېف ملاتړي په سرو جامو کې لیدل کېدل.

تېره اونۍ د پارلمان یوې کمېټې د ولسمشرې د استیضاح طرحې په څېړلو موافقه وکړه.

د استیضاح مخته وړلو لپاره د برازیل په سنا مجلس کې یواځې ساده اکثریت بسنه کوي، که څه هم په نهایي ډول د ولسمشرې لرې کېدل دوه پر درېیمې برخې رایو ته اړتیا لري.

ورته مطالب