"هغوي لومړى زمونږ څلور بچیان واخيستل بيا کوچني پسې راغلل"

په ناروې کې يوې ځوانې جوړې څخه دحکومت لخوا د پنځو بچو اخيستو وروسته دې هېودا کې د کوچنيانو د خونديتوب په اړه په هېواد د ننه او بهر یو نوی بحث او اندېښنې راپارېدلي دي.

په دې لړ کې تر احتجاجونو وروسته د ناروې لوى شمېر وگړي دې نتيجې ته رسېدلي دي چې په دې هېواد کې له کوچنيانو سره مرسته کوونکې ادارې "خپل مور پلار نه د بچو جلا کولو کې" ډيره توندي ښکاره کوي.

دوى وايي چې دې لړ کې د دې ادارې دريځ ډير کم توجیه کېداى شي، په ځانگړې توگه کله چې د کوچنيانو مور پلار کډوال وي.

د روت او ماريس په نوم د دې جوړې ژوند هغه مهال په ټپه ودرېد چې تېر کال نومبر کې دوه تورې موټرې يې کور ته راغلې.

روت په هغه ورځ هم دې ته انتظار وه چې د ښوونځي بس کې به يې دوه لوڼې چې ۸ او ١٠ کلنې دي له ښوونځي وروسته کور ته راځي، خو د دې په ځاى د کوچنيانو د خونديتوب ادارې يوې چارواکې يې دروازه وروټکوله، او له هغې يې وغوښتل چې د پلټنو لپاره ورسره د پوليسو ماموريت ته لاړه شي.

دې چارواکې له روت نه وغوښتل چې کور کې موجود دوه زامن يې چې پنځه او دوه کلن دي وروسپاري.

چارواکې ورته وويل لوڼې يې د حکومت لخوا د کوچنيانو خونديتوب ادارې په خپله ساتنه کې اخيستي او دا دوه زامن هم بايد ورکړي. له دې سره چارواکو هغوی له ځان سره بوتلل.

په سبا يې دوه تورې موټرې بيا د هغې کور ته راغلې. روت او خاوند يې فکرکولو چې دوى څخه په تيروتنه بچي اخيستل شوي او اوس يې ورته بيرته سپاري، خو داسې نه وه. له موټره څلور پوليس راښکته او له هغې يې درې مياشتينى کوچنى هم واخيستلو.

دا پېښې په انټرنېت او لارو کوڅو کې د يو پراخ احتجاجي کمپاين رامنځته کېدو سبب شوې.

زرگونه کسانو ددې ځوانې کورنۍ په ملاتړ لاریونو کې برخه واخيستله. لاریون کوونکو د کوچنيانو د خونديتوب اداره په دې او نورو سيمو کې د کوچنيانو په "تښتونې" تورنه کړه.

خو د دې کورنۍ قضيه دومره ساده نه ده، لکه څومره يې چې کمپاين کوونکي فکر کوي.

دوى په دې تورن دي چې خپل ماشومان د سزا په توګه وهي ټکوي. دا ډول سزا په ناروې کې په بشپړ ډول غير قانوني ده.

روت مني چې کله نا کله خپل بچيان يې په قراره وهلي او زياتوي "هغوي د طبي معاينې پر مهال په کوچنيانو د وهلو هيڅ نښې نه دي ليدلي، خو په ناروې کې قانون د کوچنيانو هر ډول وهل منع کوي او مونږ کله هم د قانون له سختۍ خبر نه وو".

په دې اړه د کوچنيانو د خونديتوب ادارې نظر معلومول شونی نه دی ځکه چې هغوي د انفرادي قضيو په اړه خبريالانو ته معلومات نه ورکوي.

د دې کورنۍ ملاتړي يواځې د کوچنيانو داخيستو له امله اندېښمن نه دي، بلکې دا چې هغوى درېيو بېلابېلو ادارو سره دي.

د کوچنيانو پلار له اصله د رومانيا اوسېدونکى دى، ځکه نو هلته د دې کورنۍ په ملاتړ کمپاين هم ډېر غښتلى دى. دوى ادعا کوي چې دې کورنۍ سره د مذهب اوملت پر بنسټ توپيري چلند کېږي.

ناروې کې د کډوالو د ځينو کورنېو څخه په زوره د کوچنيانو د بېلولو په تړاو نور د لوړې کچې کمپاينونه هم روان دي. هغوي هم ورته ادعاوې لري.

يوې قضيې کې خو آن د ناروې او چيک جمهوريت ترمنځ دېپلوماتيکه لانجه هم رامنځ ته شوې ده.

د چيک ولسمشر دې قضيې کې کوچنيانو د خونديتوب اداره ان د جرمني نازيانو سره پرتله کړې ده. خو د ناروې د کوچنيانو وزارت دا "تور غير منطقي بللى" او په اړه یې له څه ويلو ډډه کړې ده.

د قانون پوهانو، ارواپوهانو او د ټولنيزو چارو کارپوهانو ١٧٠ کسيزه مهمې ډلې د کوچنيانو وزارت ته يوۀ ليک کې د کوچنيانو د خونديتوب اداره يوه "بېکاره اداره" بللې او ويلي يې دي دا اداره ډيرې لويې تيروتنې کوي چې ډيرې بدې پايلې له ځان سره لري.

ناروې له ډېره وخت کوچنيانو ته د امکاناتو برابرولو په چارو ډير وياړي. په ١٩٨١ کې همدې هېواد د کوچنيانو د حقونو خونديتوب په تړاو استازى ټاکلى و. وروسته ډيرواروپايي هېوادود ناروې پر پله ګام کېښود او دا ډول چارواکي یې وټاکل.

د کوچنيانو د خونديتوب اداره وايي چې ډېرو قضيو کې دوى له کورنېو کوچنيان نه جلا کوي ، هغوي مور وپلار سره د ستونزې هوارو لو لپاره کار کوي، او د کورنۍ غړي يوځاى ساتي.

خو د ٢٠٠٨ او ٢٠١٣ کال ترمنځ د حکومت لخوا خپله ساتنه کې د اخيستل شویو کوچنيانو شمېر نږدې نيمايي زيات شوى دى. د دې يو علت دا و چې په ۲۰۰۵ کال کې یو پلند یو اته کلن هلک پ وهلو وواژه.

ډيرو قضيو کې د مور و پلار لخوا تاوتريخوالى د کوچنيانو د جلا کېدو سبب نه دى بلکې تر ډيره يې " د پالنې مهارتونو کمى" ښودل کېږي.

حکومت وايي چې مور پلار چې د هر ځاى دي ، که په ناروې کې اوسيږي بايد د دې ځاى په قانون پوه شي.

چارواکي دا خبره ردوي چې گوا کې په يادو شویو يا نورو قضيو کې کوم ډول توپيري چلن غوره شوى دى.

له څلورو مياشتيني کړاو وروسته روت ته د هغې درې مياشتينى زوى بيرته سپارل شوى ، خو د خپلو پاتو څلور بچو په تړاو د مې په پاى کې د محکمې نه وړاندې هغوي د حکومت په دريځ کې د هيڅ ډول بدلون تمه نه لري